طالبانو د هيواد د اوو کانونو د استخراج تړونونه له کورنیو او بهرنيو شرکتونو سره لاسليک کړل

اطلاعات روز: د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت د هيواد د اوو کانونو د استخراج تړونونه له کورنیو او بهرنيو شرکتونو سره لاسليک کړل.

د دې تړونونو د لاسليکولو مراسم نن (پنجشنبه، ۹ د وږي) د طالبانو د رییس الوزار د اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر په ګډون جوړ شوي و.

د ښاغلي برادر دفتر د دې مراسمو د يوه راپور په خپرولو سره ويلي ،چې د دې تړونونو ټول ارزښت شپږ ميليارد او ۵۵۷ ميليونه ډالرو ته رسېږي.

د طالبانو د اقتصادي مرستيالۍ د دفتر له راپور سره سم، په دې تړونونو کې د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ د چهار بلاک اوسپنيز معدن تړون هم شامل دی چې له بېلابېلو داخلي او بهرنيو شرکتونو سره لاسليک شوی دی.

د دې ادارې په راپور کې راغلي، چې د دې کان د اول بلاک تړون «وطن درخشان» شرکت ته ورکړل شوی چې د ايران «آذران» صنعتي شرکت يې شريک دی. همدا راز د دې کان د دويم بلاک تړون «د منځني ختيځ ساحلي» شرکت ته ورکړل شوی چې په افغانستان کې يې «دره نور» او له ترکيې څخه يې «اپيکول» شرکت شريکان دي.

د دې راپور له مخې، د هرات د غوريان د اوسپينې کان د درېيم بلاک تړون «شمش» ملي شرکت ته ورکړل شوی چې له برېتانيا څخه «جي بي ايم» او «اي دي ريسورسيس» (AD Resources) يې شريکان دي او د همدې کان د څلورم بلاک تړون «باختر فولاد» شرکت ته ورکړل شوی چې له ايران څخه «سپاهان» او «پارسيان» شرکتونه يې شريکان دي.

همدا راز د طالبانو د اقتصادي مرستيالۍ د دفتر په راپور کې راغلي، چې د غور ولايت د تولک ولسوالۍ د سربو کان د يوه بلاک تړون «افغان انويسټ» شرکت ته ورکړل شوی، د تخار ولايت د چاه‌آب ولسوالۍ د «طلای سمتی» کان تړون «افغان-چاينا» شرکت ته چې «زورور افغانستان» شرکت يې شريکان دي ورکړل شوی او د لوګر ولايت د مس عينک د دويم کان تړون خصوصي شرکت «توريا» ته ورکړل شوی دی.

د طالبانو اقتصادي مرستيالۍ دفتر ويلي، چې په دې کانو کې د کېدونکې پايلې په وسيله به زرګونو کسانو ته کار پيدا کېږي او د هيواد اقتصادي وضعيت به ورسره ښه شي.

طالبانو د تېرکال په مرغومي مياشت کې د «آمو سیند» د نفتي حوزې د کانونو د استخراج تړون له يوه چينايي شرکت «په سين کيانګ کې د مرکزي اسيا د نفتو او ګاز شرکت» (CPEIC) سره لاسليک کړی و.

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته، د هيواد د کانونو استخراج ته په پراخه کچه پام اړولی او په دې لړ کې يې لوی تړونونه لاسليک کړي دي.

د طالبانو له لوري د هيواد د کانونو د استخراج د تړونونو پر لاسليکولو نيوکې هم شوې دي. د هيواد يو شمېر سياسي څېرې وايي، چې دې ډلې د هيواد کانونه «ليلام» ته وړاندې کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته