اطلاعات روز: د ایران ځانګړي استازي او د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په لیدنه کې خبر ورکړی چې د دې هیواد قضايي پلاوی د هغو افغان وګړو په تړاو د خبرو لپاره کابل ته راځي چې په ایران کې په اعدام محکوم شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له اعلامیې سره سم، ښاغلي قمي نن (یکشنبه، ۱۲ د وږي) د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست سره لیدلي دي.
ده زیاته کړې چې دا پلاوی به د دواړو هیوادو تر منځ د قضايي همکاریو په تړاو هم له طالبانو سره خبرې وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د ایران ځانګړي استازي همداراز ایران ته د افغانستان د اوبو او کرهڼې، صنعت او سوداګرۍ او اورګاډي پټلۍ د پلاوو د وروستیو سفرونو په اړه توضیحات ورکړي دي.
دې وزارت ویلي چې ښاغلي قمي «د دواړو هیوادو تر منځ د همکاریو د پیاوړتیا په موخه د داسې سفرونو پر دوام» ټینګار کړی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم د دواړو هیوادونو د پلاوو تر منځ سفرونه او لیدنې ارزښتمنې ګڼلې دي.
ښاغلي متقي زیاته کړې چې دواړه اړخونه باید «د همکاریو او عملي اقداماتو پراختیا په موخه» زیاتې هلې-ځلې وکړي.
د هلمند سیند د حقابې پر سر د طالبانو او ایران تر منځ د ترینګلتیا تر کمیدو وروسته د دواړو لورو د چارواکو تر منځ لیدنې زیاتې شوې دي.
ښاغلي قمي پرون له خپلو ځینو همکارانو سره د طالبانو د لومړي وزیر له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتلي و.
په دې لیدنه کې د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف او د طالبانو د اطلاعانو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه هم ګډون کړی و.
په وروستیو ورځو کې د ایران د استازو مجلس یوه پلاوي هم کابل ته سفر کړی و او د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره یې لیدلي و.
د طالبانو د اورګاډي د پټلۍ ادارې د رییس بخت الرحمان شرافت په مشرۍ يوه پلاوي هم ایران ته سفر کړی او په دې برخه کې یې د همکاریو په تړاو د هغه هیواد له چارواکو سره خبرې کړې دي.