«ملي مقاومت شورا»: نړۍ باید د افغانانو د برخليک په اړه بې تفاوته نه وي

اطلاعات روز: «د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا» د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د دوه ويشتمې کليزې په تړاو په یوې خپرې کړې اعلاميه کې له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغانانو د برخليک په اړه دې بې تفاوته نه پاتې کېږي.

دا علاميه چې نن (شنبه، ۱۸ د وږي) خپره شوې، پکې راغلي چې د احمدشاه مسعود تر وژل کېدو دوه ويشت کاله وروسته افغانستان «د ژوند په ټولو برخو کې شاته تللی او له يوې تياره او خونړۍ غميزې سره مخ دی».

«د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا» نړيوالې ټولنې ته په خطاب کې ويلي، چې «د څلوېښت ميليونه انسانانو برخليک هغې ډلې ته مه ور پرېږدئ چې پر هيڅ ډول انساني بديهياتو او حقوقي او اخلاقي نورمونو باور نه لري».

دې شورا ويلي، چې پر افغانستان د طالبانو د «غير مشروع او ظالمانه واک دوام له زيات تاوتريخوالي، سخت فقر او بېکارۍ، د ظلم او جنايت له تداوم او سيمې او نړۍ ته د تروريستي ګواښونو له پراختيا پرته بله پايله نه لري».

د دې شورا په اعلاميه کې له ټولو ګوندونو او سياسي جريانونو، مدني فعالانو، ښځو او ځوانانو غوښتل شوي چې «د هيواد د ازادۍ لپاره خپل صفونه يو کړي».

دې شورا ويلي: «د هيواد ازادي او پر هيواد د تحميل شوې غاصبې سلطې د ختمولو لپاره مقاومت بايد زموږ ټولو يوازينی لومړيتوب وي».

«د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا» په خپله اعلاميه کې احمدشاه مسعود «مومن مجاهد او سرښندونکی» ياد کړی او ويلي يې دي چې نوموړی «له القاعدې او طالبانو سره د سيمې او نړۍ د استخباراتي سازمانونو د ګډې توطيې په پايله کې» ووژل شو.

احمدشاه مسعود د پخواني شوروي د لښکرو او طالبانو پر خلاف د مقاومت يو مهم قومندان و چې د ۱۳۸۰ لمريز کال د وږي د مياشتې پر ۱۸مه نېټه د تخار ولايت خواجه بهاء الدين ولسوالۍ کې د القاعدې د دوو غړو په ځانمرګي بريد کې ووژل شو. دې کسانو خپل ځانونه د خبريالانو په نوم ور پېژندلي وو.

د افغانستان پخواني دولت نوموړي ته د «ملي اتل» لقب ورکړی و او د ده د وژل کېدو کليزه يې عمومي رخصتي اعلان کړې وه.

طالبانو پر افغانستان تر بيا واکمنېدو وروسته د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د ورځې رخصتي د هيواد له رسمي کليزې حذف کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه