اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ د تورخم لارې د تړل کېدو په اړه د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه «حيرانوونکې» ګڼلې او ويلي يې دي چې طالب چارواکي د پاکستان او افغانستان د پولې تړل کېدو په دليل ښه خبر دي. دې طالبان تورن کړي چې د پاکستان په خاوره کې دننه يې تأسيسات جوړول.
تورخم لار د چهارشنبې په ورځ (۱۵ د وږي) د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ تر جګړې وروسته وتړل شوه.
وړاندې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي و، چې تورخم لار د پاکستان له لوري تر هغه وروسته وتړل شوه چې نظاميانو يې پر هغو طالبانو ډزې وکړې چې د يوې امنيتي پوستې په رغونه بوخت وو.
دې وزارت په خپله اعلاميه کې ويلي و، چې طالبان «د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنيتي ځواکونو (طالبانو) ډزې کول د ښه ګاونډيتوب خلاف اقدامات ګڼي.»
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې نن (دوشنبه، ۲۰ د وږي) د يوې اعلاميې له لارې طالبان د دې هيواد په داخل کې د تأسيساتو په جوړولو تورن کړي او ويلي يې دي چې دا هيواد نشي کولای په خپله خاوره کې د طالبانو له لوري د کومې ودانۍ رغول ومني، ځکه چې دا ودانۍ د پاکستان حاکميت نقضوي.
بلوچ زياته کړې چې کله د چهارشنبې په ورځ طالبان د «غير قانوني» ودانۍ له رغونې منع شول، نو د سولييز حل پر ځای يې ډزې وکړې او د پاکستان امنيتي پوستې يې په نښه کړې او همدا راز يې د تورخم پر پوله نورو تاسيساتو ته زيان واړاوه.
دې ويلي: «د پاکستان پر پوستو داسې بې دليله ډزې په هيڅ شرط هم د منلو وړ نه دي.»
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړې چې د طالبانو د پوله ساتو ځواکونو له لوري بې دليله ډزې تروريستي عناصر زړور کوي. د دې په وينا، دا عناصر د افغانستان په داخل کې پناهځايونه لري.
دې زياته کړې چې پاکستان د تورخم پر پوله د طالبانو له ځواکونو سره «د دوامداره او غير قابل توجيه تحرکاتو» پر مهال زغم او خبرو ته لومړيتوب ورکړی دی، خو د دې په وينا تورخم د سرحدي نښتو او د پاکستان پر خلاف د افغانستان له خاورې څخه د تروريستي بريدونو پر مهال تړل کېږي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې په خپله اعلاميه کې زياته کړې چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د اقتصاد او بهرنۍ سوداګرۍ په اړه بې تړاوه څرګندونې او ناغوښتل شوې سپارښتنې کړې دي.
دې ويلي چې د تېرو څو لسيزو پر مهال، پاکستان د افغانستان د ترانزيټي سوداګرۍ اسانتيا برابره کړې او دې کار ته به دوام ورکوي. له دې سره-سره، بلوچ زياته کړې چې پاکستان نه شي کولای د ترانزیټي سوداګرۍ له توافقليک څخه د ناوړه ګټې اخيستنې اجازه ورکړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې پاکستان د پخوانيو ژمنو، حاکم عرف او نړيوالو قوانينو بر خلاف «ډېری وخت د کراچۍ په بندر کې ستونزې پېښوي او کله چې د افغانستان د زراعتي محصولاتو او مېوو وخت را ورسېږي، په نه توجيه کېدونکو پلمو دروازې تړي».
د دې وزارت په وينا، پاکستان په دې وروستيو کې په سلګونو کانټينره مواده او د افغانستان موټرونه د کراچۍ په بندر کې د «حساس لړليک (Sensitive list) په پلمه» درولي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پسي زياته کړې چې هيواد يې چمتو دی ټول مسايل او دوه اړخيزې اندېښنې د رغنده خبرو-اترو له لارې حل کړي.
دې زياته کړې: «موږ د افغانستان له موقتو چارواکو هېله لرو چې د پاکستان د ځمکني بشپړتوب درناوی وکړي او ډاډ دې تر لاسه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف د تروريستي بريدونو لپاره نه کارېږي.»