«د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا» افغانستان د ۲۰۰۱ کال په څېر وضعيت سره مخ دی

اطلاعات روز: په بهر کې د طالبانو د مخالفو سياسي څيرو یوې ډلې چې «د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا» په نوم پېژندل کېږي، د سپټمبر د یوولسمې کليزې په مناسبت ويلي، چې افغانستان يو ځل بيا د ۲۰۰۱ کال په څېر وضعيت سره مخ دی.

دې شورا په خپله اعلاميه کې چې تېره شپه (دوشنبه، ۲۰ د وږي) يې خپره کړې، زياته کړې چې د سپټمبر د یوولسمې نیټې د بريدونو کليزه په داسې حال کې را رسېږي چې ښکاري دا بريدونه د نړۍ له خوا هير شوي دي.

«د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا» په اعلاميه کې راغلي، چې اوس مهال په هيواد کې هغه ډله واکمنه ده چې د القاعدې رهبرۍ او غړو ته په پناه ورکولو يې د سپټمبر د یوولسمې بريدونو زمينه برابره کړه، خو نړۍ له دې ډلې سره په خبرو او «خوشباوره تعامل» بوخته ده.

دې شورا زياته کړې چې «د حيرانۍ وړ ده، نړۍ څرنګه له هغې ډلې سره تعامل کوي چې په افغانستان کې يې د بهرنيو پوځونو د شتون زمينه برابره کړه او د تېرو شلو کلونو پر مهال يې د دې هيواد زرګونه خلک قرباني کړل او اوس هم په سيمه او نړۍ کې د تروريزم د ودې او پراختيا اصلي عامل ده؟»

«د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا» ويلي، چې افغانستان يو ځل بيا د ۲۰۰۱ کال په څېر له ورته حالت سره مخ دی او طالبانو «اوس هم د تېر په څېر په هيواد کې ۲۲ تروريستي ډلو ته د مېشتېدا زمينه برابره کړې او افغانستان يې د تروريزم په امن پټنځای بدل کړی دی».

دې شورا خبرداری ورکړی چې که نړۍ د افغانستان د وضعیت په اړه بې تفاوته پاتې شي او د طالبانو په اړه خپل دريځ بدل نه کړي، نو شونې ده چې يو ځل بيا «د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر پېښي د خطرناکو» پېښو شاهدان واوسو.

د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر پر ۱۱مه نېټه څلور تښتول شوې الوتکې د متحده ايالاتو په نيويارک ښار کې له دوو ودانيو سره ټکر شوې.

ويل کېږي چې په دې بريدونو کې شاوخوا درې زره تنه ووژل شول.

امريکا د القاعدې شبکه د دې بريدونو کوونکې وبلله او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان يې چې ويل کېدل القاعدې ته يې پناه ورکړې، له خپلو متحدينو سره بريد وکړ.

امريکا او متحدين يې په افغانستان کې تر ۲۰ کلن حضور وروسته د ۲۰۲۱ کال پر مهال له دې هيواده ووتل او طالبان يو ځل بيا په افغانستان کې واکمن شول.

اوس داسې انديښنې راپورته کېږي چې تروريستي ډلې د افغانستان له خاورې څخه استفاده کوي، خو طالبان وايي چې دا ډله د نورو هيوادونو پر خلاف د افغانستان د خاورې کارولو ته اجازه نه ورکوي.