لوګر کې يو کس په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړوي

اطلاعات روز: د لوګر په مرکز پل عالم کې د دغه ولايت يو اوسېدونکی په شخصي لګښت يوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو کار پېل کړی دی.

د لوګر لپاره د طالبانو د پوهنې رياست په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د همايون بهادر په نوم يو ځوان د پل عالم اړوند په «هارون خېلو» سيمه کې يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړوي چې چارې يې تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۲ د وږي) پېل او يو ميليون افغانۍ لګښت پرې راځي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې دغه ښوونځی به شپږ درسي او يوه اداري خونه ولري او د نجونو او هلکانو په ګډون به پکې ۴۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمينه برابره شي.

د ښوونځي لپاره دغه ودانۍ په داسې حال کې جوړيږي چې لوګر کې لاهم د لېرې پرتو سيمو او ولسواليو ډېر شمېر زده کوونکي د سرپناه نشتون، د درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو د کموالي له امله په خورا سختو شرايطو کې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.