پاکستانۍ رسنۍ: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترينګلتيا اصلي لامل د ټي ټي پي پر خلاف نه اقدام دی

Photo: via Amu tv

اطلاعات روز: يوې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله پرانيستل شوه، خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ اساسي کړکیچ لاهم نه دی حل شوی.

رسمي سرچينو پرون (شنبه، ۲۵ د وږي) ايکسپريس ټريبيون ته ويلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د روانې ترينګلتيا اصلي لامل د پاکستاني طالبانو د غورځنګ (ټي ټي پي) پر خلاف اقدام نه کول دي.

دې رسنۍ ليکلي، چې د سپټمبر پر شپږمه د تورخم دروازه هغه مهال وتړل شوه چې د پاکستان امنيتي ځواکونه او طالبان پر پوله د يوې نوې پوستې د جوړولو له امله سره ښکیل شول.

هر اړخ يو او بل د نښتې په پېلولو او د پولې په تړلو تورن کړي دي.

په داسې حال کې چې طالبان ادعا کوي چې خپل اړخ ته د يوې پخوانۍ پوستې په جوړولو بوخت و، خو پاکستان ادعا کوله چې طالبانو د پاکستان په خاوره کې يوه نوې پوسته رغوله.

په عين حال کې، ايکسپريس ټريبيون د پاکستاني چارواکو په وينا ليکلي، چې تر دې سرحدي ترينګلتيا هاخوا يوه بله موضوع پټه ده: د پولې پورې غاړه د تحريک طالبان پاکستان د پناهځايونو شتون.

دې پاکستاني رسنۍ زياته کړې چې د پولې د خلاصولو پرېکړه د افغانستان د طالبانو د رهبرۍ تر مداخلې وروسته وشوه.

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان مقتي په کابل کې د پاکستان له ډيپلوماټيک پلاوي سره خبرې وکړې.

همدا راز، د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني هم له پاکستان سره اړيکه نيولې او د بشرپالو دلايلو پر اساس يې د دروازې د پرانيستلو غوښتنه کړې.

سرچينې وايي، چې د افغانستان د طالبانو رهبرۍ ضمانت ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کاریږي.

له راپورونو سره سم، طالبانو همدا راز ژمنه کړې چې تحريک طالبان پاکستان به قانع کوي چې په چترال کې د افغانستان او پاکستان پر پوله له خپلو ځايونو پر شا شي.

ايکسپريس ټريبيون د ځينو سرچينو په وينا ليکلي، چې پاکستان د تورخم له خلاصولو سره په دې هېله موافقه کړې چې د افغانستان طالبان به پر خپلو ژمنو عمل کوي.

له دې سره-سره، پاکستاني چارواکي شکمن دي چې طالبان دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

ايکسپريس ټريبيون زياته کړې، چې دې ته ورته ضمانتونه پخوا هم ورکړل شوي وو، خو په ریښتیني توګه کوم د پام وړ تغيير رانغی بلکې په وروستيو مياشتو کې د ټي ټي پي د بريدونو شمېر زيات شوی دی.

د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ واک ته د افغانستان د طالبانو تر رسېدو وروسته د پاکستاني طالبانو د پياوړي کېدو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

ده زياته کړې، چې پر پاکستان د زياتېدونکو بريدونو له کبله تحريک طالبان پاکستان اوس هم د سيمې د امنيت لپاره يو جدي ګواښ ګڼل کېږي.

په داسې حال کې چې وېسټ یادونه کړې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د داعش او القاعدې د تضعيفولو په موخه اقدامات کړي، خو سرچينې وايي چې د تحريک طالبان پاکستان پر خلاف د طالبانو نه اقدام لاهم يوه اندېښمنوونکې موضوع ده.

يوې سرچينې ويلي، چې دا په رښتيا هم اندېښنه پاروونکې ده او ښيي چې د افغانستان طالبان ښايي د تحريک طالبان پاکستان د ګواښ په له منځه وړلو کې رښتني نه وي.

ايکسپريس ټريبيون زياته کړې چې پاکستان په لومړي سر کې د دوستانه حللارې د لټونې لپاره ټول انتخابونه پرانيستي پرېيښي او که پرمختګ ونه شي نو ښایي له نورو انتخابونو هم کار واخلي.

د سرچينو په وينا، د افغانستان طالبان د پاکستان په اندېښنو خبر دي او دې مسايلو ته رسيدګي د دوی مسووليت دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته