طالبانو زابل کې نهه تنه په دُرو ووهل

اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو ښاري محکمې د يوې ميرمنې په ګډون ۹ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن (یکشنبه، ۲۶ د وږي) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه کسان د غلا، نامشروعو اړيکو او «غير شرعي» واده کولو په تور نیول شوي وو.

اعلامیه کې راغلي، چې ياد کسان د هغوی جرمونو ته په کتو له څیړنو وروسته له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو پورې وهل شوي او همدارنګه هر يو له شپږو مياشتو څخه بيا تر پنځو کلونو پورې په تنفيذي بند محکوم شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، چې یادو کسانو ته د مرافعه او ښاري محکمې په انګړ کې په داسې حال کې «تعزیري» سزا ورکړل شوه چې د طالب مسوولینو ترڅنک پکې ګڼو کسانو ګډون کړی و.

د يادونې وړ ده چې تردې څو ورځې وړاندې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم ۸ تنو ته د بېلابېلو جرمونو په تور د قصاص، دُرو وهلو او بند سزاګانې ورکول شوې وې.