ننګرهار کې د درمل جوړونې یوې کارخونه کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

اطلاعات روز: افغانستان که څه هم په وروستیو څو لسیزو کې په هره برخه کې د نړۍ له سیالۍ وتلی، خو په تېرو دوو لسيزو کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ کار شوی، چې یو له دغو برخو د طبي درملو جوړونې برخه ده او خلک د نړۍ سره د سیال کیدلو په موخه هڅیدلي چې په دې او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

تازه په ننګرهار ولایت کې یوه پانګه وال د «وېل کوالېټي فارما» په نوم د طبي درملو جوړونې یو کارخونه جوړه کړې، چې د شل ډوله درملو په جوړولو سره یې لسګونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې.

دغه کارخونه د یوه پانګه وال له لوري د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د څه باندې اووه مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې هره میاشت لسګونه زره بوتله بېلابېل ډوله درمل توليدوي.

د یادې کارخونې مسوول نوید وویل: «د معدې لپاره لرو، چې کیپسول بخش کې لرو، شربتونو کې لرو، همداسې د اطفالو د تبې په مورد کې د اسهالاتو په مورد کې اقلام لرو، د زنانه یي د کم خونۍ. څلوېښت یا پنځوس نفرو پورې مونږ سره مستقیماً او غیر مستقیم کار کوي.»

نوموړی زیاتوي، چې د روغتیاپالانو له لوري د کورنیو درملو کارونې یې پر کارونو مثبته اغېزه کړې او له امله یې ورځ تر بلې د تولیداتو کچه په لوړېدو ده.

په دغه کارخونه کې په کار بوخت کسان خوښ دي، چې په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شوې او له دې لارې خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ ګټي.

دوی په یاده کارخونه کې د جوړېدونکو درملو د کیفیت ډاډ ورکوي او له روغتیا پالانو غوښتنه کوي، چې د بهرنیو درملو پر ځای دې له کورنیو درملو ګټه پورته کړي.

دوی زیاتوي، چې د کورنیو درملو په استعمال سره به له یوه لوري کورنی صنعت پیاوړی شي او له بل لوري به بېکاره خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

کاریګر حامد او ګل افضل وايي: «ډېر خوشاله یو چې دلته په کور دننه راته د کار زمینه برابره شوې ده، ډېر کسان دلته کار کوي او ډېرو بدبختیو نه خلاص دي، دلته خپل کار مخته وړي.»

د دغې کارخونې مسوولین دغه راز د خپلو کارونو پر وړاندې د یو شمېر ستونزو خبره هم کوي.

د کارخونې مسوول نوید وایي، په صنعتي ښارګوټي کې د ځمکې او برېښنا نشتوالي او پر وخت د خامو موادو نه رسېدو یې کارونه ټکني کړي دي.

له تېرو دوو کلونو راهیسې له بهرنیو هېوادونو د درملو او نورو توکو قاچاق د کورنیو تولیداتو پر وړاندې ستره ستونزه بلل کېږي.

غوښتنې دادي، چې د طالبانو حکومت او اړوندې مسوولې ادارې دې د کورنیو تولیداتو د پرمختګ او د کورنیو پانګه والو د ملاتړ په موخه دې د قاچاقي توکو مخه ونیسي.