Photo: sent to Etilaatroz

په يوه مياشت کې د ۶۱ تنو وژل کیدل؛ پټې انګيزې او نامعلوم قاتلان

د امنيت د تأمين په برخه کې د طالبانو د ادعا بر خلاف په افغانستان کې قتل او وژنې لاهم دوام لري. د تېرې یوې میاشتې (وږي) پر مهال يوازې اطلاعات روز ورځپاڼې لږ تر لږه د ۶۱ تنو د وژنو راپور ورکړی دی.

د دې وژنو ډیری عاملان «ناپيژانده وسله‌وال کسان» بلل شوي چې پټې انګيزې لري. د پخواني حکومت د نظاميانو د وژنې په ګډون په څو وژنو کې طالبان هم تورن بلل شوي دي.

د وروستۍ يوې مياشتې پر مهال د ځينو وژنو انګېزه دښمني، کورنی تاوتريخوالی او شخړې بلل شوې دي. لږ تر لږه د ارزګان له خاص ارزګان ولسوالۍ څخه د څلورو وژنو راپور ورکړل شوی چې لامل يې «قومي» شخړه بلل شوې ده.

دلته د مقتول هويت، د وژنې وخت او ځای، د وژنې انګيزه او همدا راز د وژنې عامل په لانديني نوملړ کې بيان شوي:

د وژنو شمېرد مقتول هويتجنسيتد وژنې ځاید وژنې وختد وژنې انګيزهد وژنې عامل
۱يوه ۱۲ کلنه نجلۍماشومه نجلۍپروان۲۹ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۲حاجي حسنسړیارزګان۲۹ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۳علي خانسړیارزګان۲۹ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۴خليل اخلاقي، پخوانی نظاميسړیکندهار۲۶ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۵نامعلوم هويتسړیپکتيکا۲۸ د وږيوسله‌واله غلاوسله‌وال غله
۶عاليهښځهجوزجان۲۸ د وږيکورنی تاوتريخوالید مقتول مېړه
۷نامعلوم هويتسړیننګرهار۲۷ د وږيډزېطالبان
۸محمدسړیباميان۲۶ د وږيکورنی تاوتريخوالید مقتول زوی
۹شاه وليسړیفارياب۲۴ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۱۰نامعلوم هويتسړیلوګر۲۶ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۱۱محمد عالم، پخوانی نظاميسړیپروان۲۳ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۱۲محمد نعيم، د طلا معدن کارګرسړیبدخشان۲۲ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۱۳محمد ايوبسړیهرات۲۲ د وږيوسله‌واله غلانامعلوم کسان
۱۴د محمد ايوب لورښځههرات۲۲ د وږيوسله‌واله غلانامعلوم کسان
۱۵عبدالنظير، د پخواني جهادي قومندان ورورسړیپروان۲۱ د وږينامعلومطالبان
۱۶نامعلوم هويتښځهفارياب۲۱ د وږيکورنی تاوتريخوالید مقتول مېړه
۱۷نامعلوم هويت (نارينه بندي)سړیتخار۲۲ د وږيد طالبانو له زندانه تېښتهطالبان
۱۸حيات الله، پخوانی جهادي قومندانسړیتخار۲۱ د وږينامعلومطالبان
۱۹عالمسړیننګرهار۲۱ د وږيکورنی تاوتريخوالید مقتول زوی
۲۰نثار احمدسړیفارياب۲۰ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۲۱سيد امير شاهسړیارزګان۲۱ د وږيقومي شخړهنامعلوم کسان
۲۲عبدالغفار صابر، پخوانی نظاميسړیتخار۲۰ د وږينامعلومطالبان
۲۳محمد يوسف، پخوانی نظاميسړیپروان۲۰ د وږينامعلومطالبان
۲۴شريف الله حقجو، د طالبانو غړیسړیجوزجان۲۰ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۲۵زرعلمسړیفارياب۲۰ د وږيد ميراث پر سر دعوهد مقتول ماما
۲۶شيخ مقدس بلال، جهادي قومندانسړیننګرهار۱۹ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۲۷بي بي صورتښځهتخار۱۸ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۲۸فضل خداسړیپروان۱۸ د وږيدښمنينامعلوم هويت
۲۹محمد اکبريسړیپروان۱۸ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۳۰وحيد، پخوانی نظاميسړیبلخ۱۶ د وږيد انسان تښتونې په تورطالبان
۳۱غفارسړیبلخ۱۶ د وږيد انسان تښتونې په تورطالبان
۳۲داداللهسړیپنجشېر۱۷ د وږيدښمنيکوچيان
۳۳اکبر جرأت، د پوځ پخوانی غړیسړیکاپيسا۱۶ د وږيد «افغانستان له ملي مقاومت» جبهې سره د همکارۍ په تورطالبان
۳۴فیض محمدسړیبلخ۱۵ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۳۵محب اللهسړیبدخشان۱۴ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۳۶د طالبانو غړیسړیتخار۹ د وږيد جنسي تجاوز هڅهقديم، د کور مالک
۳۷د طالبانو غړیسړیتخار۹ د وږيد جنسي تجاوز هڅهقديم، د کور مالک
۳۸ګلبدينسړیزابل۱۲ د وږيد ځمکې پر سر شخړهمقابل اړخ
۳۹نامعلوم هويت (د قديم زوی)سړیتخار۹ د وږيشخړهطالبان
۴۰يو ۲۸ کلن سړیسړیبغلان۱۴ د وږيدښمنيمقابل لوری
۴۱يوه ۱۱ کلنه نجلۍماشومبغلان۱۴ د وږيدښمنيمقابل لوری
۴۲نامعلوم هويتسړیپروان۱۲ د وږيکورنی تاوتريخوالیکرزی، د مقتول ورور
۴۳غوث الدينسړیفارياب۱۱ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۴۴نامعلوم هويتسړیارزګان۱۱ د وږيشخړهمقابل لوری
۴۵عبدالخالقسړیپروان۱۰ د وږيدښمنينامعلوم
۴۶يو ۱۶ کلن تنکی ځوانماشومننګرهار۱۰ د وږيهوايي ډزېنامعلوم کسان
۴۷ايوانسړیبلخ۸ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۴۸محمد امينسړیبغلان۸ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۴۹خدای رحمسړیفارياب۸ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۵۰نامعلوم هويتسړیبغلان۷ د وږيد دوو وروڼو تر منځ شخړهد مقتول ورور
۵۱نامعلوم هويتسړیبغلان۷ د وږيد دوو وروڼو تر منځ شخړهد مقتول ورور
۵۲نامعلوم هويتښځهبغلان۷ د وږيکورنی تاوتريخوالید مقتول مېړه
۵۳محمد الدينسړیبغلان۵ د وږيشخړهنااعلان شوی
۵۴سميع اللهسړیلغمان۵ د وږيد طالبانو ډزېطالبان
۵۵ميرزا حسينسړیپروان۵ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۵۶يوه ۱۲ کلنه نجلۍماشومننګرهار۴ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۵۷معتصم باللهماشومبدخشان۲ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۵۸عاشق اللهسړیپروان۲ د وږيمرموزنامعلوم کسان
۵۹حورا ساداتښځهکابل۲ د وږيمرموزنااعلان شوی
۶۰فياض الحقسړیهرات۱ د وږينامعلومطالبان
۶۱نامعلوم هويتسړیننګرهار۱ د وږيشخړهد مقتول همکار

په ولایتي کچه وژنې

د وږي د مياشتې پرمهال اطلاعات روز ورځپاڼې له ۲۰ ولايتونو څخه د خلکو د وژنې راپور ورکړی دی. پروان ولايت د ۱۰ وژنو له امله د لړليک په سر کې دی او ورپسې تخار او بغلان ولايتونه دي.

د وژنو انګيزه

په دې راپور کې د وژنو انګيزه د سرچينو له څرګندونو او معلوماتو سره سمه  ارزول شوې. د سرچينو په وينا، د ډیری وژنو انګيزه معلومه نه وه او مرموزه بلل شوې ده. همدا راز د ځينو وژنو لامل دښمني، کورنی تاوتريخوالی، د ځمکې پر سر شخړه، وسله‌والې غلاوې او نښتې بلل شوي. په کومو پېښو کې چې طالبان پړه بلل شوي، خلک پکې د انسان تښتونې يا هم د «افغانستان د ملي مقاومت» د غړيتوب په تور او يا هم د نامعلوم دليل له کبله چې ښايي انتقام اخيستل وي، وژل شوي دي.

د قتل د انګيزې د معلومولو لپاره جنايي څېړنو ته اړتيا ده. دا چې د ډیری خبرونو سرچينې ولسي دي او د طالبانو جنايي برخه په دې اړه ځواب نه وايي، د ډیری وژنو انګيزې نامعلومې پاتې دي.

د قتل عاملان

د ډیری وژنو عاملان ناپيژانده کسان بلل شوي دي. له دې سره-سره، طالبان، د مقتول خپلوان، نښتې او وسله‌وال غله د قتلونو عاملين وو.

لکه څرنګه چې د قتلونو د انګيزو په شاخص کې «مرموز» زيات ياد شوی، د قتلونو د عاملانو په شاخص کې هم «ناپیژانده وسله وال» زيات راغلي دي.

په ۱۳ مواردو کې طالبان تورن شوي دي. دا ډله تر ډېره حده د پخوانيو نظاميانو او د هغو د خپلوانو په وژنه تورنه ده؛ همدا راز يې ځينې کسان د انسان تښتونې او د «افغانستان له مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور وژلي دي. په دې لړ کې سرچينو د وږي پر ۱۶مه نېټه خبر ورکړ چې طالبانو دوه ورزشکار ځوانان په بلخ کې د انسان تښتونې په تور ووژل. د سرچينو په وينا، په دې ځوانانو کې يوه تن په نظامي برخه کې د کار مخينه درلوده او اوس يې عادي ژوند کاوه.

همدا راز د وږي د مياشتې پر ۲۱مه نيټه سرچينو خبر ورکړ چې طالبانو په پروان کې لومړی يو سړی نيولی او بيا يې تر شکنجې وروسته وژلی دی. د دې سړي نوم عبدالنظير و او کشر ورور يې عبدالجميل تتمدره «پخوانی جهادي قومندان» او د جمعيت اسلامي ګوند له غړو څخه و.

د وږي د مياشتې پر لومړۍ نېټه هم سرچينو وویل، چې طالبانو په هرات کې یو پنجشېری ځوان نيولی او تر شکنجې لاندې دی. د سرچينو په وينا، د دې ځوان نوم فياض الحق و او ايران ته د سفر پر مهال د طالبانو له لوري نيول شوی دی. سرچينو زياته کړې چې فياض الحق د پنجشېر ولايت د درې ولسوالۍ د «تمبنه» سيمې اصلي اوسېدونکی و.

په تخار کې د يوه بل مورد په اړه ځايي سرچينې ادعا کوي چې د خواجه بهاء الدين په ولسوالۍ کې د طالبانو دوه غړي د جنسي تېري په اراده يوه کور ته ننوتلي وو او د کور له څښتن سره په نښته کې وژل شوي وو. په دې شخړه کې د کور د مالک زوی هم وژل شوی و.

د پخوانيو نظاميانو وژنه

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه او ويې ويل چې په دې فرمان سره د پخواني حکومت نظاميان مصوون دي؛ خو د دې دوو کلونو پر مهال د پخوانيو نظاميانو وژنو او نيونو دوام درلود.

په وروستيو کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د طالبانو په وسيله يې د پخواني حکومت د نظاميانو او چارواکو ۲۱۸ وژنې مستندې کړې دي.

اطلاعات روز ورځپاڼې د تېرې يوې مياشتې پرمهال د نهو داسې پېښو خبر ورکړی چې پخواني نظاميان، «پخواني جهادي قومندانان او ولسي مخور» او د هغوی خپلوان پکې وژل شوي دي.

د وږي د مياشتې پر ۲۸مه نېټه سرچينو له کندهار څخه خبر ورکړ چې د دې ولايت په مرکز کې د پوځ يو پخوانی افسر د ناپېژاندو وسله‌ والو کسانو له خوا د چاقو په وسيله وژل شوی دی. نامعلومو وسله‌والو له کور څخه بیولی و.

د وږي د مياشتې پر ۲۳مه نېټه پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د پخواني حکومت د دولت د وزير غلام بهاء الدين جيلاني ساتونکی محمد عالم د پروان د مرکز په «تګلر» کلي کې د ناپيژاندو کسانو له لوري ووژل شو. د ده يوه خپلوان ادعا وکړه چې د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

د وږي د مياشتې پر ۳مه نېټه سرچينو په پروان ولايت کې وويل، چې طالبانو لومړی يو کس ونيوه او بيا يې شکنجه او وواژه. دې سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې د دې کس نوم عبدالنظير و، چې د «پخواني جهادي قومندان» او د جمعيت اسلامي د غړي عبدالجميل تتمدره کشر ورور و.

د وږي د مياشتې پر ۲۱مه نېټه راپور ورکړل شو چې د ولسي پاڅون پخوانی قومندان حيات الله د تخار د مرکز تالقان ښار په «مغل قشلاق» کلي کې د طالبانو د استخباراتو له لوري ووژل شو.

د وږي د مياشتې پر ۲۰مه نېټه په تخار کې سرچينو وويل، چې د «عبدالغفار صابر» په نوم يو پخوانی نظامي د طالبانو له لوري په ډزو وژل شوی، خو په دې ولايت کې د طالبانو امنيه قومندانۍ وويل چې نوموړی د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

همدا راز د وږي د مياشتې پر ۲۰مه نېټه ځايي سرچينو راپور ورکړ چې د پخواني حکومت د کورنيو چارو وزارت د ځانګړي ځواک يو تن د پروان په مرکز کې د طالبانو له لوري وژل شوی دی. د دې پخواني نظامي نوم محمد يوسف و او عمر يې ۲۸ کاله و.

د وږي د مياشتې پر ۱۹مه نېټه ناپېژانده وسله‌والو کسانو د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د «شیخ مقدس بلال» په نوم يو پخوانی «جهادي قومندان» وواژه.

د وږي د مياشتې پر ۱۶مه نېټه طالبانو د اکبر جرأت په نوم يو پخوانی نظامي د «افغانستان له مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور تر نيولو وروسته د کاپيسا په مرکز کې وواژه.

د وږي د مياشتې پر څلورمه نېټه، په بدخشان کې ځايي سرچينو وويل، چې د ولسي پاڅون د پخواني قومندان يو لس کلن زوی د دې ولايت په «شهدا» ولسوالۍ کې ځړول شوی دی. سرچينو ادعا وکړه چې د طالبانو کسانو دا ماشوم را ځړولی دی، خو طالبان وايي چې دا ماشوم «ناپيژانده کسانو» وژلی دی.

د ښځو وژنې

اطلاعات روز ورځپاڼې د وروستۍ يوې مياشتې پر مهال لږ تر لږه د اوو ښځو د وژل کېدو راپور ورکړی دی. له دې ښځو څخه درې يې د خپلو مېړونو له لوري وژل شوې دي او د دریو نورو د وژنې عامل هم ناپيژانده کسان چې نامعلومې انګيزې لري، بلل شوي دي.

له دې ښځو څخه يوه يې د حورا سادات په نوم ځوانه يوټيوبره ده چې په کابل کې په مرموزه توګه وژل شوې ده. د طالبانو پوليسو اعلان کړی چې د دې وژنې په تړاو يې د يوې ښځې په ګډون دوه تنه نيولي دي. طالب مسوولينو د حورا سادات د وژنې او د وژنې د انګيزې په اړه څه نه دي ويلي. ځينې راپورونه وايي چې دا نجلۍ د خپلو دوستانو په کور کې په زهرو مسموم شوې ده.

اطلاعات روز د وږي مياشتې پر مهال تر ۱۲ کلنو د کمو دریو نجونو د وژنې راپور ورکړی چې د سرچينو په وينا د ناپيژانده کسانو له لوري وژل شوې دي.

د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ځنځيري قتلونه

د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې يوازې د وږي د مياشتې پر مهال د شيعه ميشتې سيمې «جوی‌نو» (ششپر) څلور اوسېدونکي وژل شوي دي.

په تازه پېښه کې يو پلار او زوی د چهارشنبې په ورځ (۲۹ د وږي) تر غرمې وروسته په پښتون مېشته «تنګي سبزچوب» کې لومړی نيول شوي او وروسته وژل شوي دي.

يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې د نيوونکو هويت لاهم معلوم نه دی، خو د دې دوو تنو تر نيولو وروسته یې پلار په ډزو وژلی او د زوی يې غاړه پرې کړې ده.

د وږي پر ۲۱مه نېټه هم له جوی نو (ششپر) سيمې څخه سرچينې خبر ورکړ چې د سيد اميرشاه په نوم يو بزګر چې په سيد علوي مشهور و، د توپنګچې په ډزو وژل شوی دی.

دې سرچينې زياته کړه چې د قتل عاملان معلوم نه دي، خو پښتانه دي.

سرچينې د وژنې د انګيزې په اړه وويل، چې «(د وژل شويو) جرم هزاره توب او شيعه والی» و.

د سرچينو له معلوماتو سره سم، د تېرو دوو کلونو پرمهال چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د جوی نو (ششپر) سيمې ۱۷ تنه وژل شوي دي.

سرچينې وايي، چې د جوی نو سيمې د اوسېدونکو د مالونو غلا، لوټول او ويجاړول اوج ته رسېدلي او دوی له جبري کډوالۍ سره مخ دي. په يوه پېښه کې، یو شمیر کسانو په جوی نو سيمه کې په لسګونو ميوه لرونکې ونې غوڅې کړې دي.

د سرچينو په وينا، د طالبانو له واکمنېدو راهيسې بيا تراوسه د جوی نو د اوسېدونکو ۲۰ کورونه يا ويجاړ شوي او يا هم اور ورته اچول شوی دی. همدا راز سږکال د دې سيمې د اوسېدونکو دریو موټرو ته هم اور ورته شوی دی.

ځايي سرچينې د دې اقداماتو انګېزه قومي شخړه بولي. د دوی په وينا، پښتانه د جوی نو سيمې اوسيدونکي وژني او مالونه يې لوټي تر څو يې په جبري توګه کډوالۍ ته اړ کړي. ويل کېږي چې د وروستيو څو لسيزو پر مهال د قومي شخړو له کبله په جوی نو کې له مېشتو کورنيو څخه نيمې يې جبري کډوالۍ ته اړې شوې دي.