زابل کې «نامعلومو کسانو» د یو بڼوال ۱۵۰ د انځرو ونې پرې کړي

اطلاعات روز: زابل کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې «نامعلومو کسانو» د یو ځایي بڼوال ۱۵۰ د انځرو حاصل ورکوونکې ونې پرې کړې دي.

سرچینې زیاتوي، دغه ونې د شمس الله په نوم د یو ځایي بڼوال دي چې تېره شپه (یکشنبه، ۲ د تلې) د ارغنداب ولسوالۍ اړوند «ښاد کلي» کې د نامعلومو کسانو له لوري پرې شوې دي.

بلخوا بيا زابل کې ځايي طالب چارواکي خبر ورکوي چې د انځرو یادې ونې د شخصي دښمنۍ په پایله کې پرې شوي دي.

دوی زیاتوي، چې په دې تړاو یې پلټنې پېل کړي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې شنې ونې له منځه یوسي.

ياده دې وي چې تردې وړاندې هم زابل کې ورته پېښې رامنځته شوي، خو د ځايي چارواکو په خبره چې هغه مهال هم شنه باغونه د شخصي دښمنیو له امله پرې شوي وو.