ختیځو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پېل شو

اطلاعات روز: ختیځ کې د طالبانو روغتیايي مسوولین وايي، چې په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پېل شو.

ننګرهار کې د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت لپاره د طالبانو مسوول ډاکټر حکم خان ګلابزی وايي، نن (دوشنبه، ۳ د تلې) د دغه ولایت په مرکز جلال اباد او ټولو ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پېل شو.

ګلابزی زیاتوي، د دغه څلور ورځني کمپاین پرمهال به ۸۳۵ زره، ۶ سوه او ۸۴ د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د واکسین ضد څاڅکي ورکړل شي.

د ده په خبره، دغه کمپاین به د ننګرهار په کوټ، اچین او نازیانو ولسوالۍ کې اووه ورځې دوام وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې د پولید ضد واکسین ترڅنک به نږدې ۸ سوه زره ماشومانو ته د «شبکورۍ» ضد وېټامین اې ګولۍ هم ورکړل شي.

دغه راز کونړ  کې د طالبانو روغتیايي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز اسعد آباد او ولسوالیو کې د پولیو ضد کمپاین پېل شوی، چې له مخې به یې ۲ سوه زره له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي او د وېټامین اې کپسول ورکړل شي.

آخوا لغمان او نورستان ولایتونو کې د طالبانو روغتیایي مسوولین هم وایي، چې په یادو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پېل شوی، خو د دغه کمپاین پرمهال پر تطبیق کېدونکو ماشومانو د شمېر په تړاو یې جزیات نه دي ورکړي.

روان لمریز کال د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د پولیو وایروس پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې خلک یې له سختو اندېښنو سره مخ کړي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو دي، چې لاهم په کې د پولیو وایروس ژوندی دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه