Photo: UNAMA

اوتنبايوا: له طالبانو سره تعامل دا ډله نه ده بدله کړې

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د يوناما رييسې روزا اوتنبايوا وايي، چې له طالبانو سره تعامل دا ډله نه ده بدله کړې او په دې اړه په زياته کچه اندېښمنه ده.

اغلې اوتنبايوا چې تېر ماښام (سې‌شنبه، ۴ د تلې) يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې کولې، وويل چې له عمومي ژوند او زده کړو څخه د ښځو د حذفولو په اړه د طالبانو تر ۵۰ زياتو ورکړل شويو فرمانونو د ملګرو ملتونو د تعامل ستراتيژي کمزورې کړې ده.

دې زياته کړه چې که وضعيت همداسې دوام وکړي، موږ نړيوالو اندېښنو، طالبانو او تر هر څه مهم د افغانستان د خلکو مهمو اړتياوو ته رسيدګي نه شو کولای.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې وويل، چې کوم سياستونه د ښځو د محروميت لامل کېږي، د نړيوالې ټولنې لپاره د منلو وړ نه دي او دا د يوې ښځې په توګه د افغانستان پر ښځو د دې بنديزونو اغېزې هره ورځ احساسوي.

اغلې اوتنبايوا زیاته کړه، چې له دې سياستونو سره-سره، اوس مهمه پوښتنه داده چې ايا له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړو او ايا په همدې دليل له دې ډلې سره تعامل ودروو؟

دې وویل، چې د يوناما ليد دادی چې «تعامل او خبرو ته دوام ورکړو» او ټينګار يې وکړ چې «ډيالوګ په رسميت پېژندل نه دي، تعامل د دې سياستونو منل نه دي بلکې برعکس خبرې او تعامل هغه تګلاره ده چې موږ يې له لارې د دې سياستونو د بدلون هڅه کوو.»

د يوناما د رييسې په خبره، که څه هم د ښځو او نجونو د حقونو او ټولګډونه حکومت په اړه ژور اختلافات شته دي خو طالبانو هم د تعامل د دوام په تړاو لېوالتيا ښودلې ده.

د اغلې اوتنبايوا په وينا، له طالبانو سره د يوناما د تعامل موخه د يوې داسې حکومتولۍ ترويجول دي چې نړيوال ارزښتونه او د افغانستان کلتوري او مذهبي ميراثونه پکې منعکس شي او ټينګار يې وکړ چې دا تعامل که څه هم په عين مهال کې اصولي دی خو که جوړښتيز وي او هدف ولري، ګټور ثابتېدلای شي.

دې ټينګار وکړ چې موږ بايد ډاډ تر لاسه کړو چې د خبرو-اترو دروازې ونه تړل شي.

اغلې اوتنبايوا د خپلو خبرو په دوام د افغانستان لپاره د يوې نوې مشترکې ستراتېژۍ د تدوين غوښتنه وکړه او ويې ويل چې داسې ستراتېژي بايد تصديق کړي چې طالبان په ټولو اړخونو کې په ځانګړې توګه د ښځو په تړاو د افغانستان د خلکو د سوکالۍ مسووليت لري.

دې زياته کړه چې دا ستراتېژي بايد د طالبانو اندېښنو ته د رسيدګۍ لپاره ميکانيزمونه ولري او هغه ډول بين الافغاني خبرې پکې شاملې وي لکه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې چې روانې وې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د دفتر رييسې همدا راز د افغانستان په اړه د نړيوالې ټولنې د همغږي دريځ غوښتنه وکړه.

بشري کړکېچ

اغلې اوتنبايوا د خپلو خبرو په يوه برخه کې د افغانستان بشري کړکېچ ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د بشرپالو مرستو لپاره د بودیجې د کمښت په تړاو ډېره اندېښمنه ده.

دې وويل، چې يوه اونۍ وړاندې «د افغانستان بشري کړکېچ ته د غبرګون طرحې» له لارې ۸۷۲ ميليونه ډالر تر لاسه شوي و چې له ۳.۲ ميليارد غوښتل شويو ډالرو څخه شاوخوا ۲۸ سلنه جوړوي.

د يوناما رييسې وويل، چې اوس مهال د مرستې رسونې زياتې برنامې د بودیجې د کمښت له کبله ځنډيدلې دي او د دې مطلب دادی چې ۱۵.۲ ميليونه وګړي چې اوس مهال له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي، ښايي د راتلونکو مياشتو پر مهال له کاختۍ سره مخ شي.

دې له مرستندويو هيوادونو وغوښتل چې «د ژمي تر را رسېدو وړاندې دې زموږ بشرپالو غوښتنو ته تر شونې حده په زيات سخاوت پاملرنه وکړي.»

اغلې اوتنبايوا وویل، چې له تمويلوونکو غواړي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ستراتېژيک چوکاټ سره سم دې بشرپالې مرستې وکړي او د اړينو خدماتو ساتنې، د ژوند پياوړتيا او د ښځو، بې ځايه شويو او راستنېدونکو په څېر زيانمنو وګړو په ګټه د ټولنې د مقاومت کچې لوړولو ته دې پام وکړي.

دې همدا راز د خپلو خبرو په پېل کې د افغانستان د خلکو پر ژوند د پرلپسې درې کلنې وچکالۍ اغېز ته اشاره وکړه او ويې ويل چې کوم کسان اوس مهال په دې هيواد کې د اوبو له کمښت سره مخ دي، له اوبو پرته بل هر شی ورته دويمه درجه ارزښت لري.

د طالبانو مشروعيت

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې د دې سازمان د امنيت شورا په غونډه کې وويل، چې د طالبانو له ادعا سره-سره چې د خپل حکومت د ټولشمولوالي په اړه يې کوي «خو داسې ښکاري چې له خلکو سره يې د مشروعیت واټن پر زياتېدو دی.»

دې د خپلو حقونو په اړه د خلکو نه ډاډ، ځواب ويلو ته د طالبانو نه حاضرېدل، استازولي او عدالت ته لاسرسی د طالبانو د داخلي مشروعيت پر وړاندې اصلي خنډونه وبلل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي رييسې ټينګار وکړ چې «له داخلي مشروعيت پرته نړيوال مشروعيت نشته.»

اغلې اوتنبايوا وويل، چې يوناما د طالب چارواکو او ځايي ټولنو ترمنځ د مشورې زياد موارد مستند کړي دي او په وروستيو کې دې ډلې د ۳۴ ولايتونو لپاره د علماوو شوراوې جوړه کړي چې موخه يې د خلکو نارضايتونو ته ځواب او غوږ نيول ښودل شوي.

دې زياته کړه، چې دا شوراګانې په مستقيمه توګه د طالبانو مشر ته ځواب وايي، او تر اوسه لاهم نه شو ويلای چې دا شوراګانې د ځواب ويلو لپاره جوړې شوې دي او که د کنټرول لپاره.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې د باميانو او دايکندي ولايتونو لپاره د طالبانو د علماوو شورا په جوړښت کې د شيعه علماوو نشتون ته اشاره وکړه او ويې ويل چې موږ په دې اړه اندېښمن يو.

اغلې اوتنبايوا په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو وضعيت ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې يوناما د افغانستان په اړه د امنيت شورا تر وروستۍ غونډې وروسته درې راپورونه خپاره کړي چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو نقض يې مستند کړی دی.

دې زياته کړه چې دا راپورنه ښيي چې طالب ځواکونو په ډېری مواردو کې د خپل رهبر له امرونو سرغړونه کړې.

د يوناما رييسې وويل، چې دا دول سرغړونې وېره او بې باوري را پيدا کوي او د طالبانو د داخلي مشروعيت ادعا کمزورې کوي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دې سازمان تر اته اويايمې عمومي غونډې وروسته جوړه شوې چې د افغانستان څوکۍ پکې تشه وه.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د نړۍ د بېلابېلو هيوادو مشرانو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه وښوده او له طالبانو يې د ښځو پر زده کړه او کار د ممنوعيت د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

میرمن اوتنبايوا د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان امنيتي وضعیت ته اشاره ونه کړه، خو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د بېلابېلو هيوادونو مشرانو په افغانستان کې د تروريستانو د شتون په اړه اندېښنه وښوده.