طالبانو د تېرې يوې مياشتې پرمهال لږ تر لږه ۱۲۹ تنه نيولي یا یې زنداني کړي دي

د اطلاعات روز موندنې ښيي چې طالبانو د تېرې مياشتې (وږي/سنبلې) پرمهال د هيواد له اوو ولايتونو څخه ۱۲۹ تنه ملکيان نيولي او يا يې هم په موقت ډول زنداني کړي دي.

په دې کسانو کې د يوه خيريه بنسټ کارمندان، د پخواني حکومت نظاميان، زده کړيالان او دوې ښځې شاملې دي.

په نيول شويو کسانو کې ډېری يې د پنجشېر، تخار او باميان ولايتونو اوسېدونکي دي. په پنجشېر او تخار کې دا کسان د «افغانستان له ملي مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور نيول شوي، خو په باميانو کې هزاره وګړي له کوچيانو سره د دعوې او له پښتنو سره د ځمکې د جنجال پر سر د طالبانو له لوري نيول شوي او زنداني شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونه دا ډول نيونې «خپلسرې» ګڼي او په ځلونو-ځلونو يې د طالبانو له لوري د داسې نيونو د درېدو غوښتنه کړې ده.

د پنجشېر د اوسېدونکو نيول

د اطلاعات روز له شمېرو سره سم، طالبانو د وږي د مياشتې پرمهال د پنجشېر ۱۷ اوسېدونکي په خپله له همدې ولايت، کابل ښار او پروان څخه نيولي دي. دې ډلې د پنجشېر اوسېدونکي عموما د احمد مسعود په مشرۍ د «افغانستان له ملي مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور نيولي دي.

د وږي د مياشتې پر ۲۶مه نېټه د پنجشېر له شتل ولسوالۍ څخه ځايي سرچينو خبر ورکړ چې د طالبانو استخباراتو د دې ولسوالۍ اته تنه اوسېدونکي په پروان ولايت کې د «افغانستان له ملي مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور نيولي دي.

د سرچينو په وينا، دا کسان د هغو کورنيو غړي دي چې تېر لمريز کال په شتل ولسوال کي طالبانو له خپلو کليو په زور کډوالۍ ته اړ کړي و او اوس يې په پروان ولايت کې ژوند کاوه.

ځايي سرچينې نيول شوي کسان داسې معرفي کوي: عين الدين د ميرزا درخان زوی، سيف الدين د ميرزا درخان زوی، محمد محفوظ د ګلاب الدين زوی، شاه ولي د محمد شاه خان زوی، شريف الله د عبدالله زوی، عبدالمبين د توکل زوی، فضل احمد د عبدالاحمد زوی او سليمان د فتيح محمد زوی. دا کسان کابل ته انتقال شوي او د برخليک په اړه يې معلومات نشته.

د وږي د مياشتې پر ۲۵مه نېټه په پنجشېر ولايت کې ځايي سرچينو وويل، چې طالبانو د احمد شاه مسعود د مقبرې درې بڼوال نيولي او زنداني کړي دي. د سرچينو په وينا، د نيول شويو کسانو نومونه «محمد زمان، عبدالهادي او مظلوم الدين» دي.

دې کسانو تر دې يوه اونۍ وړاندې د احمد شاه مسعود د مقبرې د محوطې اضافي ځنګله ته اور ورته کړی و چې له امله يې يوه چاودنه را منځته شوې وه.

د سرچينو له وينا سره سم، دا چاودنه د طالبانو د پاتې شويو وسلو له امله وه، خو دا ډله نيول شوي کسان د ډزو په کولو تورنوي.

د وږي د مياشتې پر ۱۱مه نېټه په پنجشېر کې سرچينو وويل، چې د طالبانو استخباراتو د څلورو ورځو په اوږدو کې د دې ولايت څلور تنه ځوانان په کابل او پنجشېر ولايتونو کې نيولي دي. د دې ځوانانو نومونه «راشد احمدي»، «ګل حيدر عزيزيار»، «زکريا سهرابي» او «نقيب الله ولي زاده» دي.

انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د سرچينو په وينا، «راشد احمدي» او «ګل حيدر عزيزيار» د طالبانو استخباراتو په کابل او «زکريا سهرابي» او «نقيب الله ولي زاده» يې په پنجشېر کې نيولي دي.

د سرچينو له معلوماتو سره سم، «راشد احمدي» د ښوونځي زده کوونکی دی او «ګل حيدر عزيزي» د کابل ښار په يوه خصوصي پوهنتون کې تدريس کاوه. د «راشد احمدي» د مشر ورور نوم «بلال احمدي» و چې دوه کاله وړاندې طالبانو وژلی و.

د طالبانو استخباراتي ځواکونو د وږي د مياشتې پر اتمه نېټه د پنجشېر يو سوداګر جمال نظري په کابل ښار کې نیولی دی.

د وږي پر دويمه نېټه سرچينو خبر ورکړ چې طالبانو د پنجشېر يو اوسېدونکی چې د کابل پوهنتون محصل دی، نيولی دی. د دې ځوان نوم «محمد مهربان مرشد» دی او د کابل پوهنتون د درېيم کال محصل دی. تراوسه د نوموړي د نيول کېدو انګېزه معلومه نه ده.

د سرچينې په وينا، طالبانو دا ځوان په کابل کې د استخباراتو ۴۰ رياست ته وړی دی.

د باميانو د اوسېدونکو نيول او زنداني کول

طالبانو د وږي د مياشتې پرمهال د باميان ولايت ۲۷ تنه اوسېدونکي نيولي او د يو څه مهال لپاره يې زنداني کړي دي.

د وږي د مياشتې پر ۲۳ نېټه ځايي سرچينو خبر ورکړ چې د باميانو په مرکز کې د هزاره مېشتي کلي «ريګشاد وسط» د اوسېدونکو د لارې د تړل کېدو پر سر له پښتنو سره جنجال دی او طالبانو د همدې ياد شوي کلي ۲۴ تنه مخور نيولي او تر څو ساعته توقيف وروسته يې په ضمانت خوشې کړي دي.

د ځايي سرچينو په وينا، طالبانو د «ريګشاد وسط» له قومي مخورو ضمانت اخيستی چې د تګ-راتګ لارې د پرانيستلو لپاره دې ۱.۷ ميليونه افغانۍ ورکړي.

د وږي د مياشتې پر ۲۰مه نېټه له باميانو څخه يوې سرچينې وويل، چې په دې ولايت کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي د پنجاب ولسوالۍ د «پشته غرغري» سيمې دوه تنه اوسېدونکي چې کوچيانو ته د خپلو ځمکو له ورکړې يې انکار کړی و، نيولي دي.

سرچينې د دې دوو کسانو نومونه محمد غلامي او عوض دانش ياد کړل.

همدا راز، د وږي د مياشتې پر ۲۶مه نېټه د باميان ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې يوې سرچينې وويل، چې طالبانو د کوچيانو د دعوې اړخ چې يو هلک دی نيولی دی.

دې سرچينې د نيول شوي کس نوم محمد علي ياد کړ او ويې ويل، چې نوموړی د پنجاب ولسوالۍ د «درازقل» سيمې د «سيب قولک» کلي اوسېدونکی دی.

د سرچينې په وينا، کوچيان د محمد علي د پلار محمد عظيم د پلرنۍ ځمکې د ملکيت دعوه لري او له دوو کلونو راهيسې دعوه روانه کړې ده.

د تخار د اوسېدونکو نيول

طالبانو د وږي د مياشتې پر مهال د تخار ۲۷ تنه اوسېدونکي نيولي، په دې لړ کې يې يو تن محصل د «افغانستان له ملي مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور نيولی دی.

د وږي د مياشتې پر ۱۶مه نېټه طالبانو د تخار له فرخار ولسوالۍ حخه يو محصل د «افغانستان له ملي مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور نیولی دی. يوې سرچينې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې د دې محصل نوم مهرالله روحاني و او د ايران په مشهد کې د يوه پوهنتون د ماسټرۍ دورې زده کړيال دی. د سرچينې په وينا، مهرالله د فرخار ولسوالۍ د «خسده» کلي اوسېدونکی دی او يوه اونۍ وړاندې له ايران څخه راغلی و.

انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

په تخار کې ځايي سرچينو د وږي د مياشتې پر ۱۶مه نېټه خبر ورکړ چې طالبانو د تېرو دوو ورځو پر مهال د دې ولايت د فرخار ولسوالۍ ۲۶ تنه اوسيدونکي نيولي او زنداني کړي دي.

دې سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې طالبانو دا کسان د «افغانستان له ملي مقاومت جبهې» سره د همکارۍ او د فرخار ولسوالۍ د «ناامنه» کولو په تور نيولي او د دې ولايت په مرکز تالقان کې يې زنداني کړي دي.

د سرچينو په وينا، نيول شوي کسان د فرخار ولسوالۍ د مرکز او د کراني، خستده، خفدره، مزارشيخ او کشتکان کليو اوسېدونکي دي.

د يوه مرستندوی بنسټ د کارمندانو نيول

د «نړيوالې مرستې ماموريت» په نوم يو نړيوال مرستندوی بنسټ د وږي د مياشتې پر ۲۴مه نېټه تاييد کړه چې طالبانو يې په غور ولايت کې ۱۸ تنه کارمندان نيولي او کابل ته يې وړي دي.

دې نړيوال بنسټ ويلي، چې د خپلو کارمندانو د نيول کېدو په شرايطو خبر نه دي او دوی ته د دې کارمندانو د نيول کېدو دليل نه دی ويل شوی.

د دې بنسټ په اعلاميه کې راغلي چې په غور ولايت کې يې د دفتر درې تنه کارمندان چې دوه يې محلي او يو يې نړيوال کارمند دی، د يکشنبې په ورځ (۱۲ د وږي) نيول شوي او ۱۵ نور کارمندان يې د چهارشنبې په ورځ (۲۲ د وږي) نيول شوي او ټول کابل ته انتقال شوي دي.

تراوسه په کابل کې د طالبانو وياندويانو د دې مرستندوی بنسټ د کارمندانو د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ډلې ځينو مسوولينو رسنيو ته ويلي، چې د «د نړيوالې مرستې د مأموريت» کارمندان يې د عيسويت د تبليغ په تور نيولي دي.

د موسيقۍ د اورېدلو جرم

طالبانو په وروستۍ يوه مياشت کې په بلخ او فارياب ولايتونو کې ۳۵ تنه د موسيقۍ د اورېدلو په جرم نيولي او زنداني کړي دي.

انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

په بلخ کې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن‌ المنکر شپږ تنه د «سنتۍ» په يوه مجلس کې د موسيقۍ د غږولو په تور نيولي دي. دا کسان د وږي د مياشتې پر ۱۰مه نېټه د مزار شريف ښار له نهمې حوزې څخه نيول شوي دي.

په فارياب کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورينو د دې ولايت د پوهنتون پر ليليې هجوم ور وړی او ۲۹ تنه محصلين يې د موسيقۍ د غږولو په تور نيولي او د هغوی ويښتان يې ورته غوڅ کړي دي.

د سرچينو په وينا، طالبانو دا کسان تر يوې شپې او ورځې بند وروسته خوشې کړي، خو هغوی ته يې ويلي چې د فارياب پوهنتون ليليې ته د تګ اجازه نه لري.

د دوو ښځو نيول

طالبانو په وږي مياشت کې يوه معترضه ښځه په کابل کې ونيوله. دا ښځه ندا پرواني د «افغانستان د معترضو ښځو د خودجوشه خوځښت» غړې ده او له خپل مېړه او څلور کلن هلک سره يو ځای نيول شوې ده.

په مزار شريف ښار کې ځايي سرچينو د وږي د مياشتې پر ۱۵مه نېټه خبر ورکړ چې طالبانو د الهه شاهرخي په نوم يوه نجلۍ د دې ډلې له فکر سره د سم «حجاب» د نه مراعتولو په تور نيولې ده.

ځايي سرچينو وويل، چې دا ځوانه ښځه د طالبانو له لوري وهل شوې هم ده او اوس د بلخ په ښځينه زندان کې ده.

د پخوانيو نظاميانو نيول

طالبانو په وږي مياشت کې د پخواني حکومت درې نظاميان په تخار او دايکندي ولايتونو کې ونيول.

د پخواني حکومت د دفاع وزارت د ځانګړې قطعې افسر جمال اکبر بيک زاد د تخار د مرکز تالقان ښار له «خطايان» کلي څخه د وږي د مياشتې پر ۲۹مه نېټه نيول شوی دی.

تر اوسه د دې پخواني نظامي د نيول کېدو دليل نه دی معلوم.

د جمال اکبر يوه خپلوان وويل، چې د ده د ازادۍ لپاره د طالبانو د والي دفتر ته تللی دی؛ خو د طالبانو مسوولينو ويلي، چې جمال اکبر د کابل د سقوط پر مهال خپل نظامي تجهيزات نه دې تسليم کړي.

د سرچينې په وينا، طالبانو جمال اکبر د «افغانستان له ملي مقاومت جبهې» سره په همکارۍ هم تورن کړی دی.

د وږي د مياشتې پر ۱۰مه نېټه هم طالبانو په تخار کې د پخواني دولت د کورنيو چارو وزارت يو افسر مسعود شجاع د دې ولايت په فرخار ولسوالۍ کې نیولی دی.

د سرچينو په وينا، د دې پخواني نظامي نوم مسعود شجاع دی او د فرخار ولسوالۍ د «خفدره» کلي اوسېدونکی دی.

د وږي د مياشتې پر شپږمه نېټه هم په دايکندي کې ځايي سرچينو خبر ورکړ چې طالبانو د دې ولايت په خدير ولسوالۍ کې يو پخوانی نظامي نيولی او زنداني کړی دی.

يوې سرچينې د دې پخواني نظامي نوم «حسين» ښودلی او ويلي يې دي چې طالبانو د خدير ولسوالۍ امنيه قومندانۍ ته احضار کړی او وروسته يې نيولی او زنداني کړی دی.

سرچينې همدا راز وويل، چې طالبانو دا پخوانی نظامي تورن کړی چې په تېر حکومت کې يې د نظامي په توګه کومه وسله درلوده، هغه يې نه ده تسليم کړې.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه او ويې ويل، چې د پخواني حکومت نظاميان په دې فرمان سره مصوونيت لري؛ خو د تېرو دوو کلونو پرمهال د پخوانيو نظاميانو وژنه او بندي کول دوام لري.

په دې وروستيو کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د طالبانو له لوري د پخواني حکومت د نظاميانو او چارواکو د وژنې ۲۱۸ پېښې يې مستندې کړې دي. اطلاعات روز ورځپاڼې، د وروستۍ يوې مياشتې پر مهال د پخوانيو نظاميانو، «د جهادي قومندانانو او ولسي مخورو» او د هغوی د خپلوانو د وژنې د نهو پېښو راپور ورکړی دی.