اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو ځايي مسوولین وایي، چې د (FAQ) موسېسې له لوري د دغه ولایت په سره رود، کامې او بټي کوټ ولسوالیو کې ۱۵۰۰ بې وزله او بې سرپرسته مېرمنو ته د چرګانو روزنې فارمونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو ریيس مولوي عبدالستار محمد وایي، چې یادو مېرمنو ته نن (شنبه، ۸ د تلې) د چرګانو د روزنې وسایل هم ورکړل شول.
نوموړی زیاتوي، هرې مېرمنې ته د چرګانو روزنې په موخه د چرګانو ۱۵۰ کېلو دانه او د مرغانچې نور اړین وسایل ورکړل شوي دي.
هغه وایي، چې له یادې چارې یې موخه د بې سرپرسته مېرمنو اقتصادي ځان بسیاینه ده او هڅه کوي، چې له نورو مرستندویه موسېسو هم په دې برخه کې مرستې جلب کړي.
بې سرپرسته او بې وزله مېرمنو د یادو فارمونو پر جوړېدو خوښي ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې د اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې دې ورسره لا ډېرې او دایمي مرستې وشي.