د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د هېواد یو له ګڼ نفوسه ښارونو دی، چې اوسېدونکي یې خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ حلالې نفقې ګټلو په موخه د ریکشا چلوونې ترڅنګ په ډول ډول کار روزګار بوخت دي.
ننګرهار کې د طالبانو د ترافیکو مدیریت د معلوماتو له مخې جلال آباد ښار کې شاوخوا ۲۰ زره رېکشې ثبت او زرګونه نورې رېکشې لاهم نه دې ثبت او بې اسنادو چلیږي.
په دې ولایت کې رېکشا چلوونکي شکایت کوي، چې د دوی په نوم جوړه شوې اتحادیه ترې په یوه او بل نوم پیسې اخلي، خو په خبره یې دوی ته یې تر اوسه هېڅ د خیر کار نه دی کړی.
رېکشا چلوونکي وايي، یاده اتحادیه ترې د خدمتونو او ستونزو ته د رسېدنې په موخه د غړیتوب کارتونو او راجسترېشن په نوم پیسې اخلي، خو په وینا یې دې اتحادیې ورسره هېڅ ډول کومک نه دی کړی او د ستونزو پرمهال په خپل مټ منډې ترړې وهي.
رېکشا چلوونکي سلېمان او نجیب زیاتوي: «د رېکشا چلوونکو اتحادیې وویل، چې کارتونه جوړ کړئ، مونږ کارتونه جوړ کړي، سل یو نیم سل افغانۍ پرې مصرف راغی او مونږ ورته وویل، چې دا څه شي ته فایده کوي ویل یې پوه به شئ. تر اوسه پورې مونږ ته چا رسیدګي نه ده کړې، چې کوم ځای کې مونږ ټکر وکړو یا کومه بله حادثه وشي، چې مونږ ته راشي او مونږ ته ضمانت وکړي.»
رېکشا چلوونکي دغه راز د دوی په نوم پر جوړې شوې اتحادیې بې باوره دي او وايي، چې د طالبانو چارواکي دې په دې اړه پلټنې پېل کړي.
رېکشا چلوونکی سلیم شاه وايي، دغې اتحادیې ورته تر اوسه د اخېستل شویو پیسو په بدل کې هېڅ نه دي کړي او د طالبانو له اړوند ادارو غوښتنه کوي، چې د دوی ستونزو ته د رسېدنې په موخه دې د دوی په نوم پر جوړې شوې اتحادیې فشار واچوي.
نوموړي وویل: «حکومت نه دا غوښتنه کوو، چې دغه اتحادیه چې مونږ ته جوړه شوې، د دې اتحادیې پوښتنه وکړي، چې دغه خلکو نه پیسې اخلې باید دوی همدغسې چې څه خدمات یې حق کېږي هغه ورته وړاندې کړې دغه غوښتنه مو ده.»
بل لور ته بیاد رېکشا چلوونکو اتحادیه پر دوی لګول شوي تورونه نه مني او وايي، چې د رېکشا چلوونکو د ستونزو حل لپاره هلې ځلې کوي.
د دغې اتحادیې مشر شاه آغا ناصري وايي، د رېکشا چلوونکو د ستونزو حل لپاره کرار نه دي ناست او هڅه کوي، چې د دوی د ستونزو حل لپاره خپلې هڅې لا چټکې کړي.
نوموړي وویل: «د دوی ترانسپورټي مشکلات د اصولو او د قانون په رڼا کې مسوولو چارواکو ته رسوو، د ترافیکو مدیریت اړوند د دوی ستونزې او مشکلات به مونږ مدیریت ته رسوو، دا زمونږ رسالت دی، غیر د دغو ارګانونو نه چې که دوی حادثه وکړي مونږ لاسرسی ورته لرو او د دوو ترمنځ جوړ جاړی کوو.»
د رېکشا چلوونکو اتحادیې مسوولین دغه راز ادعا کوي، چې د جلال آباد ښار او له ښاره وتلیو لارو کې له رېکشا چلوونکو له لسو تر دیرشو افغانیو اخېستل کېږي، چې له ترانسپورټ ریاست سره د دغې ستونزې له شریکولو وروسته ورته د دغه ریاست له لوري ډول ډول ستونزې جوړې شوي دي.
شاه آغا ناصري وايي، د ترانسپورټ ریاست له لوري په جلال آباد ښار کې ۲۵ تراسپورټي هډې جوړې شوي، چې د کوچنیو وسایطو چلوونکي ورسره له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
نوموړی زیاتوي: «ترانسپورټ ریاست نه پوهېږم تقریباً چې په ښار کې ۲۵ هډې ایجاد کړي دي، په هر څلور لارې کې له موټر چلوونکي نه دیرش افغانۍ اخلي، په دغو ځایونو کې موټر چلوونکو نه دیرش دیرش افغانۍ اخېستل کېږي؛ نو هغوی مونږ ته راشي، د دوی د ستونزې په ویلو کې مسوولو چارواکو ته مونږ ته اوس ستونزه ایجاد شوي.»
آخوا د ننګرهار د ترانسپورټ ریاست لپاره د طالبانو مسوولین بیا د رېکشا چلوونکو اتحادیې ادعاوې ردوي او وايي، چې د ترانسپورټ وزارت له لوري رېکشو ته یو شمېرې هډې جوړې شوي، چې له ټاکل شویو ځایونو چلښت وکړي.
د ننګرهار د ترانسپورټ ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي محمد زمان مزل زیاتوي: «وزارت نه یوه طرحه راغلې وه مخکې، چې مونږ ښاري رېکشې د شرکتونو له لارې تنظیم کړو، نه د اتحادیو له لارې، د هغې لپاره مونږ یو دوه شرکتونه انتخاب کړي دي، هغوی ورته هډې یو څه ناڅه برابرې کړي منظمې کړي، هغوی په هغه هډه کې ودرېږي، توقف کېږي او همدا راز د هغوی لپاره یې کسان نیولي د تنظیم او کنټرول په خاطر یې هلته کسان او نفر توظیف کړي دي، د هغې یو څه حق الزحمه ترې اخېستل کېږي.»
نوموړی دغه راز د ترانسپورټ وزارت د حکم له مخې د ټولو ترانسپورټي اتحادیو د لغوه کېدو خبر ورکوي او د یادو اتحادیو فعالیت غیر قانوني یادوي.
هغه له رېکشا چلوونکو غوښتنه کوي، چې اتحادیو ته دې د غړیتوب کارتونو او راجسترېشن په نوم د پیسو له ورکړې ډډه وکړي.
رېکشا چلوونکي د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د دوی د شته ستونزو د حل لپاره دې یوازې پر ژمنو بسنه نه کوي او باید په دې برخه کې خپلو خبرو ته عملي بڼه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو راتګ سره د پخواني جمهوري نظام ګڼ ملکي او نظامي کار کوونکي له دولتي دندو لېرې او اوس یو شمیر کارکوونکو د خپلو اقتصادي اړتیاوو پوره کولو په موخه رېکشا چلوونې ته مخه کړې.