څلورويشت کلنه ليلا د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي زدکړياله وه او غوښتل يې په عدلي او قضايي برخه کې د مدافع وکيلې په توګه کار وکړي. واک ته د طالبانو په رسېدو سره د دې ژوند بدل شو. دې د افغانستان د زرګونو نجونو په څېر هڅه کوله چې د دې بدلون او په افغانستان کې د ښځو د سخت ژوند پر وړاندې مقاومت وکړي، خو مقاومت يې هغه وخت ماتې وخوړله چې په مزار شريف ښار کې طالبانو پوهنتون ته پر لاره د دې د تښتولو هڅه وکړه. تر دې پېښې وروسته، د ليلا کورنۍ نه يوازې پوهنتون ته د تللو اجازه ورنه کړه بلکې دا يې په ډلييزو او له کوره دباندې فعاليتونو کې له ونډې اخيستلو په بشپړه توګه منع کړه.
دې کورنۍ د طالبانو او له زندانه د ازادو شويو «مجرمينو» له وېري تر شپږ مياشتې پټ ژوند کولو وروسته پاکستان ته پناه يووړه. که څه هم په پاکستان کې هيڅ بانديني ځواک ليلا په کور کې بند ساتلو او سکوت کولو ته اړه نه کړه، خو د کورنۍ په وينا يې، ليلا په دې هيواد کې ګوښه ناستې او چوپتيا غوره کړه او له خپل مېشتځای څخه وتل يې نه خوښول. ليلا په همدې وضعيت کې د روان کال د (وږي پر ۸مه) د چهارشنبې په ورځ په خپله خپل ژوند پای ته ورساوه. تر دې پېښې دوې مياشتې وړاندې شپاړس کلنه زهره چې د لسم ټولګي زده کوونکې وه، هم په خپل لاس خپل ژوند پای ته رسولی. زهره دوه کاله د طالبانو له بنديزونو د تېښتې هڅه وکړه، خو کله چې طالبانو د کابل په لوېديځ کې د نجونو پر وړاندې د بهرنيو ژبو د زده کړې مرکزونه وتړل، دې د ژوند کولو لپاره نوره کومه پلمه ونه مونده.
د مرګ سرايت
دا دوه تنه نجونې د هغو سلګونو ځان وژنو بېلګې دي چې پايله يې يو ويرجن مرګ دی. د افغانستان د روان پوهانو د ټولنې رييس ډاکټر عزیزالدين همت وايي، چې د رواني ناسلامتۍ تر زياتېدو په ځانګړې توګه د خپګان د درېيمې مرحلې تر خپرېدو وروسته، په بېلابېلو بڼو د ځان وژنې ارقام لوړ شوي دي. «زموږ موندنې دادي چې اوس مهال تر ۷۰ سلنه زيات خلک د سخت خپګان په ګډون د بېلابېلو رواني اختلالاتو ښکار دي. د خپګان په لومړۍ او دويمه مرحله کې افراد ګوښه ناستې غوره کوي او خپلو کارونو ته رسيدګي نه کوي او د ځان وژنې پلان جوړوي، خو په درېيمه مرحله کې دا اختلالات پرمختګ کوي او کس د پلان د عملي کولو اقدام کوي.»
دا ډاکټر په اوبو کې د ځوانانو د غرقېدلو پر مواردو ټينګار کوي چې یو شمیر کسان ځينې وختونه د خلکو له قضاوت څخه د خپلو کورنيو د خلاصولو په موخه صحنه سازي کوي. «د ديني باورونو پر اساس، کوم کسان چې ځان وژنه کوي، نجس او مرتد شمیرل کېږي او حتا کورنۍ يې د خلکو له قضاوت سره مخ کېږي. ناهيلي کسان همدې ته په پام صحنه سازي کوي، تر څو [خپل مرګ] ځان وژنه ونه ښيي. تاسو فکر کوئ، د چا چې لامبو نه وي زده، سيند ته ځي؟ يا هم که څوک خپل ژوند ته هيله ولري، په دومره اسانۍ ډوبیږي؟»
د روان پوهانو په باور، پر کورنۍ او ټولنې د «ځان وژنې» رواني او ټولنيزې منفي اغېزې د محاسبې وړ نه دي او له هرې ځان وژنې سره ۲۰ تنه په مستقيمه توګه اغېزمن کېږي. که ځان وژنه په زدکړييز يا هم کاري چاپېريال کې وشي، په سلګونو تنه اغېزمنوي.
روانپوه شرف الدين عظيمي وايي، چې د يوه تن ځان وژنه ده ته نږدې کسان لکه خویندې، ورور، اولادونه، مور و پلار، د ژوند ملګری/ملګرې، ملګري او حتا همکاران اغېزمنوي او اکثریت وختونه ځان وژنه په داسې ځای کې کېږي چې هلته يې مخينه وي. «تر دې پېښې وروسته د دې کس کورنۍ له خپګان سره-سره د خلکو د قضاوتونو له کبله هم په رواني تکليف اخته کېږي او د همدې مواردو د اغېز له کبله د دې کس د کورنۍ غړي يا د خواخوږۍ او يا هم له قضاوتونو د ژغورنې لپاره په ځان وژنې لاس پورې کوي.»
تر دې وړاندې، د ليلا مور ويلي و چې د ليلا تر ځان وژنې وروسته اوس د کورنۍ نور غړي په ځانګړې توګه د هغې واړه وروڼه له منفي افکارو سره مخ دي او فکر کوي چې ليلا ښه کار کړی دی.
د اطلاعات روز موندنې ښيي چې د ۱۴۰۱ کال د غوايي د مياشتې له پېل څخه تر اوسه په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۶۷ تنو ځان وژنه کړې ده. په همدې حال کې، روانپوهان وايي چې دا ارقام «د زرګونو ځان وژنو له مواردو» څخه ډېره کمه برخه ده چې هره ورځ په افغانستان کې پېښېږي. دوی خبرداری ورکوي چې وضعيت به بدتر شي او ځان وژنه به د يوې حل لارې په توګه سرايت وکړي.
روانپوه نظام عزيز وايي، چې د رواني روغتيا د ناسلامتۍ له کبله ځان وژنه په يوه حل بدله شوې ده. «په اوسنيو شرايطو کې ځان وژنه د خوشهيي بم په څېر اغېز لري، زياد کسان زيانمنوي او همدې لور ته يې راکاږي؛ يا هم په بل عبارت، له ورته وضعيت او برخليک سره مخ کسان د همدې تقليد کوي.»
د رواني روغتيا بحران
دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې روانپوهان رواني روغتيا د بحران د ځان ځورونې او ځان وژنې د زياتېدو او د ځان وژنې د سرايت په اړه خبرداری ورکوي. تېر ميلادي کال «Save the Children» هم خبرداری ورکړی و چې افغانستان د رواني روغتيا د يوې غميزې پر درشل ولاړ دی.
روانپوهان وايي، چې سياسي بې ثباتۍ او د طالبانو دويم ځل واکمنېدل، د بېکارۍ او فقر پراختيا، اقليمي بدلونونو، له افغانستانه د خلکو پراخې کډوالۍ او د رواني درملنې د خدماتو نشتون افغانستان کې د رواني درملنې بحران لاپسې زیات کړي دی. د طالبانو د عامې روغتيا د وزارت د رواني روغتيا آمر ډاکټر وحيدالله افغان وايي: «تر ډېره هغه کسان له رواني اختلالاتو کړېږي چې له جګړو، کډواليو يا هم بې ځايوالي، فقر، کورنيو شخړو، پېغور او اقليمي شرايطو اغېزمن شوي وي.»
د ډاکټر افغان په وينا، تر څلورو لسيزو اوږدې جګړې او تاوتريخوالي د ميليونونو افغان وګړو پر روان اغېز کړی او له همدې کبله ميليونونه کسان د اضطراب، وېري، انزوا او نورو رواني اختلالاتو له بېلابېلو کچو کړېږي.
روانپوه او رواني ډاکټر شرف الدين عظيمي وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو دويم ځل واکمنۍ او د دې ډلې د حکومتولۍ ډول، تر بلې هرې پېښې رواني ناروغۍ زياتې کړې دي.
د طالبانو د عامې روغتيا وزارت شميرې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال پر مهال دوو ميليونو، ۲۲۳ زره او ۹۳۱ تنو رواني خدمات تر لاسه کړي دي او د ۲۰۲۲ پر مهال، دوو ميليونو، ۷۰۱ زره او ۴۶ تنو.
د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د رواني روغتيا د څانګې آمر د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پر ۲۳مه وويل، چې په افغانستان کې د رواني ناروغيو ناروغان زيات شوي؛ خو ده شميرې وړاندې نه کړې. په همدې حال کې، د هرات ولايت د عامې روغتيا د رياست يوه مسوول چې نه يې غوښتل په راپور کې يې نوم ياد شي، وويل چې د ۲۰۲۱ کال پر مهال شاوخوا ۱۶۴ زره ناروغانو ډاکټرانو ته مراجعه کړې او دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۱۷۸ زره ته ورسېد او ښايي دا شمېره سږکال دوه چنده شي.
ماشومان او ښځې
د روانپوهانو په باور، واک ته د طالبانو رسېدلو نه يوازې لويان بلکې ماشومان زيات اغېزمن کړي دي. په عين حال کې د «Save the Children» راپور ښيي چې له هرو څلورو ماشومو نجونو څخه يوه نجلۍ د خپګان او اضطراب نښې لري او درې پر دوه ماشومان له منفي احساساتو لکه زياتې انديښنې، زيات خپګان او غوسې سره مخ دي. نه کنټروليدونکې ژړاوې، وېروونکي شپني خوبونه، بل او ځان ته زيان رسول نور هغه اختلالات دي چې ماشومان ورسره په زياته کچه مخ دي او حتا د ماشومانو د ځان وژنې لامل شوي دي.
مرضيه حبيبي د هرات ښار اوسيدونکې او د ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکې ده. دا له هغو زرګونو ماشومانو څخه يوه ده چې له ناپايدارې رواني سلامتۍ سره مخ ده. دا ماشوم وړاندې له ځان ځورونې سره مخ و او په بدن کې يې د ځان ځورونې اثار ښکاره دي. دا د خپل مور په مهربانۍ سره ځلونه له مرګه ژغورل شوې ده.
همدا راز، په رسنيو کې خپاره شوي راپورونه ښيي چې د روان لمريز کال د غوايي د مياشتې له پای څخه بيا د وږي د مياشتې تر پای پورې ۱۷ تنه ماشومانو ځان وژنه کړې او په يوه دردناک مرګ سره يې خپل ژوند پای ته رسولی دی.
روانپوهان وايي، چې د ښوونځیو د بنديدو او فقر د پراخېدو له کبله سخت رواني اختلالات په ماشومانو په ځانګړې توګه د ښځينه ماشومانو تر منځ زيات شوي دي.
شرف الدين عظيمي وايي: «رواني اختلالات له زده کړو د پاتې او بې سرپرسته ماشومانو تر منځ زيات شوي دي.»
په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته زده کوونکو پر زده کړو د بنديز له کبله تر يونيم ميليون زيات زده کوونکي چې عمرونه يې تر ۱۸ کلنۍ کم دي، له ښوونځي محروم دي. د روانپوهانو په باور، دا ماشومان ټول له رواني اختلالاتو سره مخ دي.
پروانه محبوبي چې پنځه ځلې يې د ځان وژنې هڅه کړې، يوه له کړېدلو نجونو څخه ده. دا د خپلې مور په شتون کې وايي: «هيلې مې له خاورو سره خاورې شوې دي. کله چې ګورم پلار نه لرم، په کور کې مې اقتصادي ستونزې شته او ښوونځي ته نشم تللای، په رښتيا هم له ژونده بې زاره کېږم.»
همدا راز، د روانپوهانو په اند ښځې په ځانګړې توګه تحصيل کړې ښځې چې د کورنيو سرپرستانې دي تر نورو زياتې له رواني کړکېچ او رواني اختلالاتو سره مخ دي.
د هرات د ټولنيزو علومو د پوهنځي زدکړيالې مرضيې سبحان هېله درلوده چې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته، په خپله مزدوري د خپل ژوند ستونزې حل کړي او د ماشومتوب او ځوانۍ حسرت جبران کړي. خو تېر کال د ليندۍ د مياشتې پر ۲۹مه نېټه طالبانو د ښځو او نجونو پر تحصیل په بنديز لګولو سره دا پوهنتون ته له تلو منع کړه او تر دې وروسته يې له کوره دباندې د ښځو پر کار په بنديز لګولو سره د دوی له دسترخوانه ډوډۍ هم وتښتوله. تر دې وضعيت وروسته، مرضیې درې ځله هڅه کړې چې خپل ژوند ختم کړي. که څه هم دا له مرګ څخه ژغورل شوې او تر درملنې لاندې ده، خو وايي چې لاهم د بې ګټېتوب احساس کوي. «ټولې هيلې مې ختمې شوې دي.»
زهره چې د دوو اولادونو مجرده مور ده، د تېرو دوو کلونو پر مهال يې بيا – بيا هڅه کړې چې خپل اولادونه د مور له درلودلو هم محروم کړي. دا مور د دې پوښتنې په ځواب کې چې څرنګه رواني کړکېچن حالت ته رسيدلې ده؟ وايي: «کومې ښځې چې د خپلې کورنۍ سرپرستې دي، د خپل ژوند د اړينو اړتياوو د لګښتونو پوره کولو لپاره هيڅ ابرومندانه لار نه لري. زه د يوې کونډې په توګه د ورځې څو ځله مرم او ژوندۍ کېږم.»
دا په داسې حال کې چې د تېر ميلادي کال پر مهال تر ۱۴۳ زره زياتو هغو ښځو يوازې د هرات حوزوي روغتون ته مراجعه کړې او درملنه يې شوې چې سخت رواني اختلالات يې درلودل او د ځان وژنې د کولو مخينه يې درلوده؛ دا هغه شميرې دې چې د دې ولايت د عامې روغتيا د رياست د مسوولينو په وينا د سږکال تر پايه به دوه چنده وي.
د رواني اختلالاتو پېغور
له سياسي او اقتصادي بې ثباتۍ سره-سره، د رواني روغتيا له اختلالاتو سره د ټولنيز چلند ډول او له کړېدلو خلکو سره د رواني روغتيا د اختلالاتو پېغور په افغانستان کې د رواني روغتيا د کړکېچ او ځان وژنو د زياتېدو يو بل لامل ګڼل کېږي.
روانپوه او رواني ډاکټر نظام عزيز وايي، چې کوم کسان له رواني اختلالاتو سره مخ دي، د رواني اختلالاتو د پېغور له کبله له مرستې ترلاسه کولو ځان بې برخې کوي. «رواني اختلالات په هره ټولنه کې د بېلابېلو دلايلو له کبله رامنځته کېدلای شي، خو په افغانستان کې د رواني اختلالاتو پېغور يې د پر وخت درملنې مخه نيولې او د رواني ناروغۍ کړکېچ يې را منځته کړی دی.»
د ليلا مور د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا کله يې هم د خپلې لور د درملنې لپاره د رواني ناروغيو د درملنې له ډاکټر څخه د مرستې غوښتنه کړې، وايي: «لور مې لېونۍ نه وه او نه هم يې حالت دومره بد و چې د رواني ناروغيو د ډاکټر درملنې ته يې اړتيا پيدا شوې وای.»
د روانپوهانو په وينا، د رواني روغتيا په تړاو د عامه پوهاوي د نشتون او د رواني اختلالاتو د پيغور له وجې د رواني ناروغيو درملنه عامه نه ده. کله چې د خلکو ترمنځ رواني اختلالات زياتېږي او يا هم له ځان ځورونې او ځان وژنې څخه ژغورل شوي کسان روغتون ته مراجعه کوي او کلينيکي درملنه يې پيلېږي، ډېری وختونه دا کسان د خپلې رواني درملنې دوره نه پوره کوي.
په همدې حال کې، هغه کسان چې رواني درملنه يې کېږي، ادعا کوي چې په داسې شرايطو کې رواني درملنه نتيجه نه لري.
زهره چې د ځان وژنې هڅه يې کړې او اوس يې درملنه کېږي، وايي چې د رواني درملنې ډاکټر ته مراجعه هغه وخت پايله ورکوي چې د افرادو د ښه کېدو لپاره چاپېريال برابر شي او دا کسان بيرته يو ځل بيا له ورته چاپېريال رواني فشار سره مخ نه شي. «له بده مرغه په افغانستان کې زما په څېر کسان د رواني روغتيا د ښه کېدو لپاره د رواني درملنې مشورې اغېزناکې نه دي ځکه هره ورځ کړاو او ناهيلي ده.»
د رواني روغتيا د ښه کولو ملي ستراتېژي
د عامې روغتيا څېړنې چې د «رواني روغتيا د ملي سروې» په نوم د ۲۰۱۸ ميلادي کال پر مهال شوې دي، ښيي چې د افغانستان ۶۶ سلنه وګړي حد اقل يو ځل په خپل ژوند کې له يوې کړوونکې پېښې سره مخ شوي دي. ۴۷ سلنه وګړي د رواني پريشانۍ او د رواني روغتيا د اختلالاتو ښکار دي چې په دې لړ کې ۱۱.۵ سلنه ماشومان په رواني اختلالاتو اخته دي؛ دا ماشومان حتا په خپل ورځني ژوند کې له ستونزې سره مخ دي.
د دې سروې پر اساس، خپګان (۴.۸۶ سلنه)، اضطراب (۲.۷۸ سلنه)، تر پېښې وروسته ټروما يا «پي ټي ايس» (۵.۳۴ سلنه)، د موادو سوء مصرف (۸.۲۲ سلنه) او د ځان وژنې کچه (۴.۱۰ سلنه) وه. دا شميرې د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري لوړې بلل شوې دي.
هغه وخت د افغانستان عامې روغتيا وزارت اعلان وکړ چې د رواني روغتيا د ښه کولو او ځان وژنې د مخنيوي لپاره يې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۳ پورې د ځان وژنې د وقايې ملي ستراتيژي جوړه کړې او د ۲۰۱۹ بيا تر ۲۰۲۳ ميلادي کلونو پورې يې د رواني روغتيا د ملي ستراتېژۍ ارتقا تجديد او په ۱۹۸۷ مقرره کې يې تصويب او د اجرا مرحلې ته رسولې ده.
په اساسي روغتيايي مراقبتونو او روغتونو کې د رواني درملنې د خدماتو ادغام، د رواني روغتيا په برخه کې د يو زر ډاکټرانو او نرسانو روزنه او تر ۸۵۰ د زياتو رواني-ټولنيزو مشاورينو روزنه او د هغوی استخدام د رواني روغتيا د ښه کولو او ځان وژنې د مخنيوي د ستراتېژۍ د ارتقا يوه برخه وه. له دې سره-سره، د همدې ستراتېژۍ پر اساس په مرکز او ټولو ولايتونو کې د رواني مشورو د وړيا ټیليفوني مرکزونو جوړول هم پلان شوي وو.
د کرونا د وبا له خپرېدو سره د عامې روغتيا وزارت اعلان وکړ چې د کرونا د قرنطين پر مهال يې د روني روغتيا د ښه کېدلو لپاره خدمات زيات کړي دي. د روانپوهانو په اند دا خدمات د رواني روغتيا د ښه کولو لپاره کافي نه و چې اوس مهال په کلي توګه مختل شوي دي.
شرف الدين عظيمي وايي: «په جمهوري نظام کې د رواني درملنې د ښه کولو لپاره د عامې روغتيا د وزارت اقدامات کافي نه و، خو د تيرو دوو کلونو پرمهال دې برخې ته کمه پاملرنه شوې ده. باور وکړئ چې اوس مهال په روغتيا وزارت کې د لېوني سپي لپاره بودیجه شته، خو له دې ټول وضعيت سره-سره د رواني روغتيا د کړکېچ د وضعيت ښه کولو لپاره دې برخې ته پاملرنه نشته.»
د عامې روغتيا له وزارت څخه يوه سرچينه تاييدوي چې په افغانستان کې په دولتي روغتيايي مرکزونو کې د رواني درملنې لپاره د خدماتو وړاندې کول د پخواني حکومت تر سقوط وروسته د نورو برخو په توګه مختل شوي دي او يوازې د علاء الدين د رواني روغتيا روغتون فعال پاتې دی. دا مرکز د لويانو د رواني درملنې لپاره ۷۰ بستره، د ماشومانو لپاره پنځه بستره، د قانوني رواني درملنې لپاره پنځه بستره او ۲۰ بستره په نشهيي توکو د روږدو لپاره لري. د دې روغتون ټول روغتيايي متخصصين، ټکنيشين او مديريتي کادر ۱۳۹ تنه دي چې د روانپوهانو په وينا، وضعيت ته په پام ډېر کم دي.
له روغتيا وزارت څخه يوه بله سرچينه وايي، چې د رواني درملنې خدمات اوس غير دولتي خصوصي بنسټ «هيلت نيټ ټي پي او» وړاندې کوي. دا بنسټ د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ له ۲۰۱۵ کال راهيسې په افغانستان کې د رواني روغتيا د خدماتو د کيفيت او لاسرسي او ټولنيز رواني ملاتړ په برخه کې کار کوي.
د روغتيا وزارت د رواني روغتيا د څانګې آمر ډاکټر وحيدالله افغان وايي: «د رواني روغتيا د ارتقا په څانګه کې د عامې روغتيا وزارت بېل بشري ځواک نه لري. په ټول هيواد کې د رواني روغتيا يو تخصصي روغتون شته، همدا راز په حوزوي روغتونو او د رواني روغتيا د اختصاصي کارمندانو په روغتيايي مرکزونو کې د رواني روغتيا څلور څانګې شته دي چې د درملنې له خدماتو سره-سره د رواني روغتيا د ښه کېدو او ځان وژنې د مخنيوي په برخه کې هم کار کوي. همدارنګه د يادونې وړ ده چې د رواني روغتيا خدمات په مدغم توګه وړاندې کېږي يعنې په اکثريت روغتيايي مرکزونو کې د رواني روغتيا ابتدايي خدمات هم موندل کېږي.»
دې مسوول د شمېرو له ورکړې ډډه وکړه او اطلاعات روز ورځپاڼې ته يې وويل، چې شميرې د عامې روغتيا د وزارت د اړيکو له څانګې او د دې بنسټ له وياندويانو ترلاسه کړو. کله چې مو هڅه وکړه چې د «رواني روغتيا د ارتقا د ملي ستراتېژۍ» د تطبيق او هغو خلکو د شمېر په اړه د طالبانو د عامې روغتيا د وزارت د وياند نظر واخلو چې د رواني روغتيا خدمات يې ترلاسه کړي، خو له بيا-بيا هڅو سره-سره بريالي نشوو.
په همدې حال کې د افغانستان د روانپوهانو د ټولنې رييس عزیزالدين همت وايي، چې چا د رواني درملنې او کلينيکي درمنلې په برخه کې زده کړې نه وي کړې، د هغو کسانو شتون ګټه نه لري او د عامې روغتيا د وزارت ټاکل شويو افرادو يوازې لنډمهالي کورسونه اخيستي او له کړېدلو خلکو سره د مرستې کولو وړتيا نه لري او نه شي کولای چې له رواني ناروغانو سره مرسته وکړي.
بېړني اقدامات
په همدې حال کې روانپوهان د روانې روغتيا د ملي ستراتېژۍ پر تطبيق، د ممنوعيتونو پر ختمېدو او په افغانستان کې د کاري زمينې پر برابرېدو ټینګار کوي.
نظام عزيز وايي: «د ځان وژنې او رواني اختلالاتو ترمنځ اړيکه شته. ډېري ځان وژنې له ژوند سره په مقابله کې د ناکامۍ او کړکېچنو شيبو کې پېښېږي. له دې سره-سره، د نښتې، غميزې، تاوتريخوالي او سوء استفادې تجربه او د انزوا احساس له ځان وژنې سره نږدې اړيکه لري.»
د عزيز په وينا، رواني اختلالات او ځان وژنه د زيان منونکو (Vulnerable) ډلو ترمنځ چې له تبعيض سره مخ دي، زيات دي. شرف الدين عظيمي وايي: «بايد په بېړنۍ توګه ممنوعيتونه ختم کړل شي او د ټولو لپاره د بوختيا زمينه برابره شي تر څو وضعيت هم بدل او ښه شي.»
له دې سره-سره، د عظيمي په وينا، کورنۍ او اشخاص بايد د خپلې رواني روغتيا هڅې وکړي او له هغو ځورېدلو افرادو سره چې د ګوښه ناستې نښې لري، مرسته او خواخوږي وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دايکندي اوسيدونکې ۱۸ کلنې شريفې د پنجشنبې په ورځ (۲۳ د وږي) په يوازيتوب کې ځان وژنه وکړه او خپل ژوند يې پای ته ورساوه. ورور يې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې خور يې ورسره خبرې نه دې کړي او له ستونزې يې ناخبره دی.