د بښنې نړيوال سازمان: په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعيت ته نه پاملرنه انديښمنوونکې ده

اطلاعات روز: د بښنې نړيوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته د نړيوالې ټولنې نه پاملرنه انديښمنوونکې ګڼلې ده.

دې سازمان نن (دوشنبه، ۱۰ د تلې) پر ايکس ليکلي، ډېری افغانان چې له طالبانو په وېره کې وو، پاکستان ته وتښتېدل، چيرته چې اوس مهال له خپلسرو نيونو، زنداني کېدلو او د شړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د بښنې نړيوال سازمان ويلي: «دا ډېره اندېښمنوونکې ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعيت ته په نړيواله کچه پاملرنه نه کېږي.»

په دې وروستيو کې پاکستاني پوليسو په اسلام اباد کې ۸۰۰ افغان کډوال نيولي او ۴۰۰ يې د هغوی د اسنادو تر ارزونې وروسته خوشې کړي دي.

پاکستانۍ رسنۍ «آر آی نيوز» پرون د اسلام آباد د پوليسو په وينا راپور ورکړی و، چې دا کډوال له «باراکاهو، ترينول، ماهار آباديان، ګلرا او کلنی شمس» سيمو څخه نيول شوي دي.

دا عمليات تر هغه وروسته پېل شوي چې د پاکستان دولت له دې هيواده تر يو ميليون د زياتو غير قانوني افغان کډوالو د تدريجي ايستلو اعلان وکړ.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د کمیشنرۍ په وينا، په پاکستان کې تر ۳.۷ ميليونه زيات افغان کډوال مېشت دي چې يوازې ۱.۳ ميليونه تنه يې د اوسيدنې رسمي اسناد لري.