اطلاعات روز: په خوست ولايت کې ځايي سرچينې وايي، د دغه ولايت په عليشرو ولسوالۍ کې د «صابر زوی» په نوم يو ځوان چې د پښتون ژغورنې غورځنګ يا PTM کلک ملاتړی بلل کېده «نامعلومو کسانو» له کوره بیولې دی.
یوې سرچینې وویل، چې یاد ځوان پرون (سې شنبه، ۱۱ د تلې) له خپل کوره د نامعلومو وسله والو له لوري بيول شوی، چې کورنۍ يې تراوسه د مرګ او ژوند په اړه معلومات نه لري.
سرچينه زياتوی، چې صابر زوی له څه مودې راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ فعاليت کاوه.
تر اوسه په دغه ولايت کې د طالبانو امنيتي ارګانونو د ياد ځوان د نيونې په اړه څه نه دي ويلي.
له دې وړاندې هم خوست کې دوه ځوانان له پښتون ژغورنې غورځنګ سره د ملاتړ له امله د نامعلومو کسانو له لوري په مرګ ګواښل شوي وو.