اطلاعات روز: د بشري حقونو مدافعينو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کميشنرۍ او نورو فعالو بنسټونو غوښتي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو په موضوع کې دې د بېړنيو ګامونو په اخيستلو سره مداخله وکړي.
د دې ټولنې په وينا، د کډوالو په چارو کې فعال بنسټونه دې د پاکستان له حکومت څخه وغواړي چې د افغانستان له کډوالو سره دې «غير معياري او انسان ضد چلند» ژر تر ژره ودروي.
د بشري حقونو د مدافعينو ټولنې د بشري حقونو له بنسټونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونوم د بشري حقونو له شورا څخه هم غوښتي چې ژر تر ژره دې پاکستان ته پلاوی ولېږي تر څو په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
دې ټولنې همدا راز د شمالي اټلانټيک تړون (ناټو) له غړو هيوادونو غوښتي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو ختمولو په لړ کې دې خپل مسووليت ادا کړي او د بېړني او دومدار ملاتړ زمينه دې برابره کړي.
د بشري حقونو مدافعې ټولنې ويلي، چې د پاکستان او ايران دولتونه په سیمه کې خپلو سياسي موخو ته د رسيدو لپاره ځینې وختونه له کډوالو ناوړه ګټه اخلي.
په پاکستان او ايران کې افغان کډوال او پناه غوښتونکي په وروستيو ورځو کې له پراخ ځور او اذيت سره مخ دي.
پاکستاني دولت په دې هيواد کې د افغانستان «غير قانوني کډوالو» ته د نوامبر مياشتې تر لومړۍ نيټې وخت ورکړی چې دا هيواد دې پرېږدي، که نه نو په جبري توګه به وشړل شي.
پاکستاني رسنيو خبر ورکړی چې د دې کډوالو او پناه غوښتونکو د شړلو بهير پېل شوی او په وروستيو کې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۳۵۰ ته رسېده له پاکستانه تورخم ته انتقال شوي او تر قانوني پړاوونو طی کولو وروسته به افغانستان ته ولاړې شي.
د وروستيو اونيو پرمهال په ايران کې هم د «مهاجر ځورونې» او «افغان ځورونې» لړۍ پېل شوې او د ايران په بېلابېلو ښارونو کې کډوالو د دې هيواد د وګړو له لوري وهل کېږي او ښکنځل ورته کوي.
په يوه تازه پېښه کې د ايران په قزوين ولايت کې د «اقباليه» ښار اوسېډونکو د افغان کډوالو پر خلاف شعارونه ورکړل او په لرګيو سره يې پر هغو بريد وکړ او د هغوی کورونو ته يې ډبرې ور وغورځولې.
د ايران د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي په دې تړاو په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې بې اسنادو کډوال او پناه غوښتونکي هرو-مرو شړل کېږي او د نورو افغان کډوالو د سازماندهۍ بهير روان دی.
