ACB

هند کې د ۲۰۲۳ کال کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان خپله لومړۍ لوبه بنګله دېش ته وبایلله

اطلاعات روز: هند کې د ۲۰۲۳ کال کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام په دریمه سیالۍ کې بنګله دېش د ۶ ویګټو په توپیر افغانستان ته ماته ورکړه.

دغه سیالۍ نن (شنبه، ۱۵ د تلې) سهار د هند درم شالا ښار کې پېل شوه، چې د لوبې پچه یا ټاس بنګله دېش وګټه او توپ اچونه یې غوره کړه.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په ۳۷.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو بنګله دېش ته د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه.

بنګله دېش بیا دغه هدف د څلور لوبغاړو په سوځیدو په ۳۴.۴ اورونو کې پوره او په نړیوال جام کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.

په نننۍ لوبه کې رحمن الله ګربز تر نورو ښه ولوبید او ۴۷ منډې یې وکړې. ابراهیم او عظمت الله بیا ۲۲، ۲۲ منډې وکړې او تر هغې وروسته افغان لوبغاړي په پرلپسې توګه وسوځیدل او یوازې ۱۵۶ منډې یې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې د بنګله دېش لپاره شکیب الحسن او مهدي حسن ښه توپ اچونه وکړه او دواړو درې درې لوبغاړي وسوځول.

همدارنګه د بنګله دېش د توپ وهوونکو له ډلې نجم الحسن شانټو ۵۹ او مهدي حسن ۵۷ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې لپاره یې بریا خپله کړه.

یاده دې وي چې افغانستان خپله دویمه لوبه د راروانې چهارشنبې په ورځ د کوربه هندوستان سره کوي.