انځور: خواله رسنۍ

په هرات کې زلزله؛ طالبانو د قربانیانو شمیر تر ۴۰۰ پورته اعلان کړ

اطلاعات روز: د افغاني سرې میاشتې ټولنې، چې د طالبانو تر مدیریت لاندې فعالیت کوي، په هرات کې د زلزلې د قربانیانو شمېر تر ۴۰۰ پورته اعلان کړی دی.

دې ادارې نن سهار (یکشنبه، ۱۶ د تلې) د یادو شمېرو په خپرولو سره ويلي، چې د ټپيانو شمېر سلګونو تنو ته رسیږي.

سرې مياشتې ټولنې زياته کړې چې ښايي مرګ ژوبله زياته شي.  د دغې ادارې په وینا د خاورو لاندې د خلکو لټون او را ایستل دوام لري. ویل شوي چې د «کشکک»، «سیاه آب» او «سین جو» په ګډون یو شمېر کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

تر دې وړاندې د هرات د روغتون یوې روغتیايي سرچینې ویلي و، چې په دغه ولایت کې له پرونۍ زلزلې راهیسې تراوسه ۱۷۰ جسدونه او له زرو ډېر ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د سرچینې په ​​وينا، يو شمېر ټپيان چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه وو، له روغتون څخه رخصت شوي دي.

دغه سرچينه وایي، چې مړي او ټپيان پرون مازديګر پنځه بجې روغتون ته لېږدول شوي، په داسې حال کې چې د سهار په ١١ بجو لومړۍ زلزله شوې ده.

په هرات کې د تېرې شپې د زلزلې د تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د تازه شمېرو له مخې، د زنده جان ولسوالۍ په اتو کلیو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مړه او ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

ويل کيږي چې دغه کلي په بشپړه توګه ويجاړ شوي او په سلګونو تنه تر خاورو لاندې شوي دي.

اوچا د شپې ناوخته په یوه راپور کې وویل، چې ناتایید شوي راپورونه ښیې چې د مړو شمیر ممکن تر ۳۲۰ پورې وي.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په هرات کې د پرونۍ زلزلې له امله ٤٦٥ کورونه ويجاړ شوي او ١٣٥ کورونه زيانمن شوي دي.

اوچا زیاته کړې چې دې پیښې په ټوله کې ۴۲ زره خلک اغیزمن کړي چې یو زرو ۴۰۰ بې ځایه شوي خلک هم پکې شامل دي.

د امریکا د زلزلې مرکز د معلوماتو له مخې، پرون د سهار په ۱۱:۱۱ بجو د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې زلزله وشوه چې ژور والی یې په ځمکه کې ۱۴ کیلومټرو ته رسیده.

د نیم ساعت په اوږدو کې څو نورې زورورې زلزلې هم شوې دي.  د پرونۍ زلزلې وروسته وروستي ټکانونه د ۴.۹ او ۴.۸ درجې شدت سره د ځمکې څخه په ۹ او ۱۰ کیلومټرۍ کې په څو دقیقو کې ثبت شوي.

دغې زلزلې په فراه او بادغیس ولایتونو کې هم زیانونه اړولي دي، خو د زیانونو دقیق ارقام نه دي خپاره شوي.

تېرکال د افغانستان په پکتيکا او خوست ولايتونو کې خونړۍ زلزله وشوه او شاوخوا زر کسان پکې مړه شول.  دا په هیواد کې په وروستیو کلونو کې یوه تر ټولو خونړۍ زلزله وه.