انځور: خواله رسنۍ

د افغان سوداګرۍ د فلجولو هڅې؛ پاکستان د بانکي تضمین په پلمه د افغان سوداګرو زرګونه په توکو بار کانټینرې درولي

ننګرهار او کندهار کې سوداګر شکایت کوي، چې پاکستان د «اپټا» تړون خلاف د دغه هېواد په کراچۍ او نورو بندرونو کې د افغان سوداګرو زرګونه په توکو بار کانټینرې درولي او افغانستان ته یې د واردېدو اجازه نه ورکوي.

سوداګر وایي، پاکستانی حکومت له افغان سوداګرو د توکو د قېمت په اندازه د بانکي ضمانت غوښتنه کوي او پر یو شمېر نورو توکو یې لس سلنه ټکس زیات کړی، چې په خبره یې دا کار د «اپټا» د تړون خلاف او د دوی له وس پورته کار دی.

دوی د پاکستان دغه تازه هڅه ظالمانه او د افغانستان د خصوصي سکتور د فلجولو په مانا یادوي او زیاتوي، چې پاکستان دغه پرېکړه د تېرې چهارشنبې ورځې (۱۱ د تلې)  راهیسې تطبیق کړې ده.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د مدیره هیئت غړی حاجي زلمی عظیمي وايي، افغان سوداګر د دغې پرېکړې د عملي کېدو توان نه لري او په خبره یې که د پاکستان یاده پرېکړه دوامداره شي؛ نو افغان سوداګر به د ورځې شاوخوا شل لکه امریکايي ډالر زیان ګالي.

نوموړي وویل: «پاکستان له مونږ نه غوښتنه کړې، چې هر تجار به په پاکستاني بانک کې د خپل مال د قېمت په اندازه تظمین ږدي، هغه نه بعد به افغانستان ته د هغه مال واردېږي او که چېرته کوم تجار بانکي تضمین ورنه کړي د ده مال به ډیمبرېج کېږي. اوس وخت کې زمونږ په زرګونو کانټینرې په کراچۍ کې متوقف دي او په ټولو اموالو دغه قیودات لږېدلي، که چېرته دغه قیودات ځنډني شي؛ د ورځې شاوخوا شل لکه ډالر خصوصي سکتور ته نقصان رسېږي.»

سوداګر وايي، د اپټا تړون له مخې بحر ته نږدې هېوادونه مسوولیت لري، چې په وچه کې ایسارو هېوادونو ته د سوداګریزې راکړې ورکړې لار ورکړي او په دې برخه کې دې په وچه کې ایسارو هېوادونو ته آسانتیاوې برابرې کړي.

حاجي زلمی عظیمي وايي، شاوخوا لس کاله وړاندې له پاکستان سره د یوه امریکايي استازي په شتون کې د (APTA) په نوم پر یوه تړون هوکړه وشوه، چې پاکستان به له کوم بانکي تضمین پرته د افغان سوداګرو د مالونو لېږد را لېږد ته زمینه برابروي.

نوموړی زیاتوي، د پاکستان دې پرېکړې د افغان سوداګرو سوداګرۍ ته زیان رسولی او باید په دې برخه کې افغان سوداګرو ته د ستونزو پرځای اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي وویل: «مونږ له پاکستان سره لس کاله مخکې د اپټا په نوم یو قرارداد امضاء کړی، چې په دغه معاهده کې د امریکا یو نماینده هم حضور درلود، په دې قرارداد کې داسې پرېکړه شوې، چې د افغانستان ټرانزیټ او د افغان تجارانو مالونه به د کراچۍ له لارې افغانستان ته ځي او د پاکستان ګمرکونه به یوازې زمونږ د کانټینرو ترتیب او تنظیم کوي؛ نه دا چې مونږ ټکس او بانکي تضمین واخلي؛ دا کار خلاف د اپټا د قانون دی، دا ظلم دی، جبر دی، چې مونږ سره کېږي.»

بل لور ته سوداګر وايي، د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو په درول شویو توکو کې داسې توکي هم شامل دي، چې په ځنډېدو سره له منځه ځي او له کارونې وځي، چې له امله به یې ولس او سوداګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

سوداګر حمزه خېل د طالبانو پر حکومت غږ کوي، چې د افغان سوداګرو دې ستونزې ته دې د حل بېړنۍ لار ولټوي او زیاتوي، که د طالبانو حکومت له پاکستاني حکومت سره دغه ستونزه حل نه کړي؛ نو افغانستان کې به اقتصادي بحران او د خوراکي توکو قحطي را منځته شي.

دی وايي: «پاکستان خو اول په هېڅ اصولو حق نه لري، چې زمونږ مالونه ایسار کړي او که چېرته دوی دا مالونه ایساروي؛ نو د یوې ورځې په ایسارولو باندې دلته په عوامو باندې فشار راځي؛ نرخونه جګېږي او بله خبره داده، چې په دغو مالونو کې داسې مالونه پراته دي که درې ورځې یا یوه جمعه ایسارېږي دا مالونه ټول خرابېږي او تاریخ یې له منځه ځي؛ نو خصوصي سکتور د افغانستان د ملا تیر دی او که چېرته امارت خصوصي سکتور ته توجه ونه کړي؛ دا به هم ختمېږي او زمونږ ټول سېستمونه به خرابېږي.»

افغان سوداګر وایي، پاکستان تل د دوی د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ تړونونو ته ژمن نه دی پاتی شوی. انځور: خواله رسنۍ

اخوا کندهار کې هم افغان سوداګر د پاکستاني لوري تازه پرېکړې اندېښمن کړي او د پاکستاني حکومت دغه کار ظالمانه او د افغان سوداکرۍ د له منځه وړلو په معنا یادوي.

کندهار کې ملي سوداګر حاجي محمد ولي هوتک او حاجي عتیق الله په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو په توکو بار د زرګونه کانټینرو درول د باکستاني حکومت له لوري خپلو سیاسي موخو او په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت د فشار راوړلو په معنا یادوي.

دوی وایي، که پاکستان له خپلې دې پرېکړې لاس وانخلي، نو د طالبانو حکومت دې افغان سوداګرو ته بدیلو لارو پیدا کولو سربېره منځنۍ آسیا ته د پاکستاني صادراتو مخه ونیسي.

سوداګرو حاجي محمد ولي هوتک او حاجي عتیق الله وویل: «دا د پاکستان ډېر یو ظالمانه عمل دی، پاکستان هر وخت تجارت د خپلو سیاسي اهدافو لپاره کارولی، پاکستان باید له دې کار لاس واخلي او زمونږ غوښتنه داده، چې امارت دې افغان تجارانو ته بدیلې لارې ولټوي او که پاکستان خپله فیصله بېرته نه اخلي باید امارت د پاکستان صادراتو ته اجازه ورنه کړي، چې منځنۍ اسیا ته ورسېږي.»

کندهار کې د سوداګرۍ خونه هم مني، چې د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان تازه پرېکړې افغان سوداګر له سختو مالي زیانونو سره مخ کړي.

د یادې خونې مرستیال عبدالباقي بینا پر ملګرو ملتونو غږ کوي، چې پر پاکستان دې فشار وارد کړي او خپلو سیاسي موخو ته د رسېدو په موخه دې سوداګرۍ د سیاست ښکار نه ګرځوي.

دی زیاتوي، چې کلونه وړاندې له پاکستان سره د سوداګرۍ اړوند تړون شوی او پرېکړه شوې وه، چې پاکستان به د افغان سوداګرو توکو ته لار او اسانتیاوې برابروي، چې په وینا یې د پاکستان دغه پرېکړه د هغه تړون خلاف عمل دی.

 نوموړي وویل: « پاکستان سره په ۱۹۱۰ او ۱۹۶۵ کلونو کې د سوداګرۍ تړونونه وشول، چې د امریکا نماینده ګان هم په کې موجود وو، په هغو تړونونو کې دا فیصله شوې وه، چې پاکستان به افغانستان ته د تجارت لار او اسانتیاوې برابروي، د پاکستان دا پرېکړه د هغو تړونونو خلاف کار دی او باید ملل متحد په پاکستان فشار وارد کړي؛ ترڅو پاکستان له دې کار لاس واخلي، که د باکستان دغه فیصله دوام وکړي؛ نو افغان سوداګر به له سختو مالي زیانونو سره مخ او د افغانستان سوداګري به هم فلج شي، باید ددغه مشکل د حل لپاره امارت ژر تر ژره لاس په کار شي.»

ورته مهاال په پاکستان کې د افغانستان سفارت لپاره د طالبانو چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې منلې، چې د دغه هېواد حکومت تازه محدودیتونو او سختو پرېکړو افغان سوداګر له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

طالب چارواکو ویلي؛ له پاکستاني لوري سره پر خبرو بوخت دي او هڅه کوي، چې دغې ستونزې ته د حل لار ولټوي او پاکستاني حکومت ته قناعت ورکړي.

بل لور ته د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو په توکو بار د زرګونه کانټینرو په درول کېدو سره سم ننګرهار کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي، چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي.

خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د یادې ستونزې د حل لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي او د نندارې پرځای دې پر افغان ولس د راغلیو ستونزو د حل لپاره لاس پکار شي.