Photo: Associated Press

د کرکټ نړيوال جام؛ هند افغانستان ته ماتې ورکړه

اطلاعات روز: د کرکټ په نړيوال جام کې د افغانستان دويمه لوبه له هند سره وه چې هند په اتو ويکيټو ماتې ورکړه.

د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې نن (چهارشنبه، ۱۹ د تلې) د نړيوال جام په نهمه پنځوس اوريزه لوبه کې سره مخامخ شوې. افغانستان د ټاس په ګټلو د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان هند ته د ۲۷۲ منډو هدف کېښود چې په دې لړ کې لوبډلمشر حشمت الله شهيدي تر ټولو زياتې ۸۰ او عظمت الله عمرزي ۶۲ منډې وکړې.

افغانستان پر ۳۲ منډو خپل لومړی لوبغاړی له لاسه ورکړ. تر دې وروسته درېيم لوبغاړی هم ژر وسوځېد خو د حشمت الله او عظمت الله عمرزي تر منځ تر سلو منډو زياتې ملګرتيا افغانستان نسبتا يوه ښه هدف ته ورساوه.

د هند له لوري جسپريټ بومرا تر ټولو زياتې څلور ويکيټې واخيستې.

هند د افغانستان په وړاندې بريدګره توپ وهنه پيل کړه، د هند د سر لوبغاړي او لوبډلمشر روهيت شرما وکولای شول چې په ۸۴ توپونو ۱۳۱ منډې وکړي.

د هند د پيل دوو لوبغاړو د ۱۵۶ منډو اوږده ملګرتيا وکړه او لوبه يې د افغانستان له لاسه وايستله.

هند وکولای شول چې د لوبې په ۳۵ اور کې په اتو ويکيټو افغانستان ته ماتې ورکړي.

د افغانستان له لوري يوازي راشد خان وکولای شول چې دوه هندي لوبغاړي وسوځوي.

افغانستان تر دې وړاندې په نړيوال جام کې خپله لومړۍ لوبه بنګله دېش ته بايللې وه.

افغانستان به د اکتوبر پر ۱۵ له انګلستان سره مخامخ کېږي.