په هرات کې تازه زلزله؛ طالبان: يو مړ او ۳۵ ژوبل کسان روغتون ته انتقال شوي

اطلاعات روز: په هرات کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې نن سهار (يکشنبه، ۲۳ د تلې) د يوې تازه زلزلې له امله يو مړ او ۳۵ ژوبل کسان روغتون ته انتقال شوي دي.

دې دفتر د نورو زيانونو په اړه جزييات نه دي ورکړي.

په روغتون کې يوه سرچينه د ژوبلو کسانو شمېر ۴۰ ښيي او وايي، چې شمېر يې مخ پر زياتېدو دی.

يو ځل بيا د ۶.۳ کچې زلزلې د افغانستان په لوېديځ کې هرات لړزولی دی. تر دې زلزلې وروسته د ريښتر په کچه د ۵.۴ درجې جټکې هم احساس شوې دي.

د امريکا د زلزلې مرکز له معلوماتو سره سم، دا زلزله نن سهار پر اته بجې او شپږ دقيقې وشوه چې ژوروالی يې ۶.۳ کيليومټره و.

د دې مرکز له معلوماتو سره سم، تر شلو دقيقو وروسته د ۵.۴ کچې يوه بله زلزله د سهار پر اته بجې او ۲۶ دقيقو شوې چې عمق يې ۱۰ کيلومټره ښودل شوی دی.

د دې دوو زلزلو مرکز د هرات د شمالي او شمال لوېديځو سيمو په ۳۰ کيلومټرۍ کې و او ورسره يې زنده جان او کرخ ولسوالۍ هم لړزولې دي، او همدا راز چهاربرجک او قره باغ سيمې هم لړزېدلې دي.

د نن سهار زلزله کېدلای شي د خپل کم عمق له کبله ويجاړوونکې وي.

د تېري اونۍ د شنبې په ورځ د ريښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې چې په زنده جان ولسوالۍ کې يې عمق ۱۰ کيلومټره و، پراخه مرګ ژوبله واړوله او په ستره کچه ويجاړي يې پېښه کړه.

د بې پولې ډاکټرانو له شمېرو سره سم، په دې پېښه کې دوه زره او ۴۴۵ کسان مړه او دوه زره او ۴۴۰ نور ژوبل شوي دي.

د تېرې اونۍ پرمهال هرات څو ځله لړزېدلی دی. د ځينو زلزلو ځواک له لومړنۍ زلزلې سره برابر ګڼل شوی دی.

په هرات کې د ډیری زلزلو عمق يا ژوروالی کم و او له همدې کبله يې پراخه ويجاړي پېښه کړې ده.