تخار کې یو زوم د خپل خسر د کورنۍ اته تنو ته مرګ ژوبله واړوله

اطلاعات روز: په تخار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ پولیس وايي، چې د دې ولایت په مرکز تالقان کې یوه زوم د خپل خسر د کورنۍ پر غړو ډزې کړي چې له امله یې څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د دې قومندانۍ وياند مبين صافي د بريدګر نوم عبدالستار یاد کړی او ویلي یې دي، چې نوموړي تېره شپه (يکشنبه، ۲۳ د تلې) شاوخوا ۰:۹۰۰ بجې د خپل خسر د کورنۍ غړو سره تر لفظي شخړې وروسته پر هغوی ډزې کړې دي.

د هغه په ​​وينا، په دې ډزو کې دوې ښځې او دوه ماشومان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.

صافي د خپلو لومړنیو معلوماتو پر بنسټ د دې ډله ييزې وژنې انګيزه کورنۍ تاوتريخوالى یاد کړی دی.

د هغه په ​​وينا، عبدالستار چې اصلي تورن دى په تېښته بريالى شوى او يو بل کس چې په دې جرم کې شریک بلل شوی نیول شوی دی.

کورنۍ شخړې او تاوتریخوالی په هیواد کې د وژنو یو له اصلي لاملونو څخه بلل کیږي. د دغو وژنو ډېری قربانیان ښځې دي.