نیمروز کې د ۳۰۰ متره په اوږدوالي یو پل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

اطلاعات روز: نيمروز کې د طالبانو ځايي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت د مرکز زرنج او کنګ ولسوالۍ ترمنځ د «سرشلې» په نامه پل د څه باندې ٢٣٠ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نيمروز کې د طالبانو د ټولګټو چارو ريیس جان محمد بدري وايي، دغه پل چې ۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۱ متره عرض یا پلنوالی لري تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۶ دتلې) ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، د یاد پل په ګټې اخیستنې سره به د نیمروز د کنګ ولسوالۍ او د فراه ولايت د جيون ولسوالۍ د اوسيدونکو د تګ-راتګ ستونزې حل شي.

د معلوماتو له مخې دا پل په هیواد کې د خپل ډول تر ټولو لوی پل بلل کېږي چې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت لخوا د «ټیکنیکل بیلډرز» ساختماني شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی و، او یاد شرکت یې د رغونې چارې پرمخ بیولي دي.

په ورته وخت کې د نيمروز د کنګ ولسوالۍ اوسيدونکي هم د دغه پله په رغيدو خوښ دي او زياتوي چې تر دې وړاندې یې مرکز زرنج او نورو سيمو ته په ډيرو ستونزو سره تګ-راتګ کاوه.