ملګري ملتونه: تر ۱۷ زره زيات کسان د طالبانو په زندانونو کې بنديان دي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (يوناما) وايي چې د روان ميلادي کال د سپټمبر مياشتې تر نيمايي پورې د طالبانو په زندانونو کې د ټولو زندانيانو شمېر ۱۷ زرو ته رسېدلی دی.

د دې سازمان د بشري حقونو څانګې نن (دوشنبه، ۱ د لړم) په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه خپل نوی راپور خپور کړی دی چې د روان ميلادي کال له جولای مياشتې څخه تر سپټمبر مياشتې وخت په بر کې نيسي.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو د زندانونو ادارې د ۲۰۲۲ کال له منځنيو وختونو څخه غوښتل چې په اوسطه توګه ۱۰ زره زندانيان وساتي، خو تر ۱۷ زره د زياتو زندانيانو شتون د زندانيانو لوړ شمېر ښيي.

يوناما زياته کړې چې د طالبانو د زندانونو اداره د زندانيانو د زيات شمېر له وجې له زندانيانو سره د حد اقل چلند مراعتولو لکه خوراک ورکول او روغتيايي خدماتو لپاره کافي سرچينې نه لري.

يوناما د وږي د مياشتې پر ۲۹ نېټه د طالبانو د زندانونو په اړه د راپور په خپرولو سره ويلي و چې د دې ډلې له لوري د زندانيانو د حقونو د نقض ۶۰۰ مورده يې ثبت کړي دي چې شکنجه، غير انساني او سپکوونکی چلند پکې شاملېږي.

د يوناما په نوي راپور کې راغلي چې د دې راپور تر خپرېدو وروسته د طالبانو کورنيو چارو وزارت يوه داخلي کمېټه جوړه کړې تر څو د دې راپور موندنې وارزوي او همدا راز د طالبانو د زندانونو ادارې په ټول افغانستان کې زندانونو ته د يوناما لاسرسی زيات کړی دی.

په ارزګان کې د هزاره ګانو د وژنې او ځورونې د پېښو ثبتول

د يوناما د بشري حقونو څانګې په خپل نوي راپور کې ويلي چې د ارزګان ولايت د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې يې د هزاره ګانو د وژنې او د هغوی د مالونو او زراعتي توليداتو د ويجاړۍ په تړاو د راپورونو تر خپرېدو وروسته يې دا موضوع ارزولې او څو مورده يې تاييد کړي دي.

يوناما په دې راپور کې تاييد کړې ده چې د روان ميلادي کال د جولای او سپټمبر مياشتو تر منځ د ارزګان ولايت د خاص ارزګان لږ تر لږه شپږ تنه هزاره اوسېدونکي د نامعلومو افرادو له لوري وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ همدا راز ويلي چې د ارزګان ولايت د خاص ارزګان ولسوالۍ د هزاره اوسېدونکو د مالونو د تخريب چې نقليه وسایط، کورونه او کرنيز توليدات پکې شاملېږي، لږ تر لږه پنځه موارد يې تاييد کړي دي.

همدا راز يوناما ويلي چې د نامعلومو افرادو له لوري د دې ولسوالۍ د هزاره اوسېدونکو د وهلو-ټکولو لږ تر لږه دوې پېښې يې هم تاييد کړې دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر ويلي چې داسې راپورونه هم شته چې د طالبانو افراد په دې قضيو کې لاس لري.

په دې راپور کې راغلي چې د روان ميلادي کال د سپټمبر مياشتې پر ۱۶ نېټه د طالبانو د لومړي وزير د دفتر، عدليې او دفاع وزارت او د طالبانو د عمومي استخباراتو د استازو په ګډون يو ګډ پلاوي خاص ارزګان ولسوالۍ ته سفر کړی او د هزاره ګانو، پښتنو او محلي مسوولينو له استازو سره يې په دې اړه خبرې کړې دي.

يوناما ويلي چې داسې راپورونه را رسېدلي چې د دې پلاوي تر سفر وروسته ۱۶ تنه نيول شوي او د محاکمې په تمه دي.

يوناما د نيول شويو افرادو د هويت په اړه جزييات نه دې خپاره کړي.

طالبانو تر اوسه ارزګان ته د دې پلاوي د سفر او په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د وژنو په تړاو د نيول شويو افرادو په اړه هيڅ ډول معلومات نه دې خپاره کړي.

د افرادو د علني مجازاتو دوام

د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر په خپل نوي راپور کې ويلي چې په عام محضر کې د طالبانو له لوري د تورنو کسانو مجازات لا هم دوام لري.

د يوناما په راپور کې راغلي چې په يو شمېر مواردو کې يوې لويي ډلې ته مجازات ورکړل شوي لکه د روان ميلادي کال د اګست مياشتې پر ۱۶ نېټه د سرپل ولايت په يوه ورزشي لوبغالي کې د ۱۸ تنو مجازات چې دوې يې ښځې او ۱۷ نور نارينه و.

همدا راز يوناما ويلي چې طالبانو يوې نجلۍ او ځوان هلک ته چې د «زنا» په تور نيول شوي و، مدافع وکيل ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړې.

په دې راپور کې همدا راز د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت فعاليت ته اشاره شوې او ويلي يې دي چې دا وزارت پر ښځو له بنديزونو سره-سره، پر موسيقۍ د بنديز او د نارينه‌وو د ږيرو د اندازې او وېښتانو د سټايل څار ته دوام ورکوي.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو د دې وزارت مامورينو د جولای پر ۲۷ نېټه په بدخشان کې اووه تنه ځوانان د ږيرو د تراشېدو له وجې څو ساعته بنديان کړي دي.

يوناما زياته کړې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مامورينو د سپټمبر پر ۱۰ نېټه د بدخشان پوهنتون ۲۹ تنه محصلين د موسيقۍ د اورېدو په تور نيولي، يو شمېر يې په څپېړه وهلي، د ځينو يې وېښتان غوڅ کړي او د ۱۸ ساعتونو لپاره يې بنديان کړي دي.

په دې راپور کې راغلي چې د ښځو پر کار او زده کړو بنديز، پر رسنيو محدوديت او د طالبانو له لوري د خبريالانو او پخوانيو نظاميانو او چارواکو نيول دوام لري لکه څرنګه چې يې تر دې په وړانديني راپور کې يادونه شوې وه.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسي يوناما او د نړيوالو بشري حقونو بنسټونو بيا-بيا دا ډله په هيواد کې د بشري حقونو په پراخ نقض تورنه کړې ده.

دا ډله په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په پراخ نقض تورنه شوې او د ملګرو ملتونو کارپوهانو ويلي چې له ښځو سره د دې ډلې چلند «د بشريت پر خلاف جنايت» دی.