Afghanistan Cricket Board via Facebook

د کرکټ نړيوال جام؛ افغانستان په لومړي ځل پاکستان ته ماتې ورکړه

اطلاعات روز: د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د پنځوس اوريز نړيوال جام د لوبو په لړ کې د هند په چينای ښار کې سره مخ شوې چې افغانستان په اتو ويکټو پاکستان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان او پاکستان تر منځ لوبه نن (دوشنبه، ۱ د لړم) ترسره شوه چې پاکستان د ټاس په ګټلو د توپ وهنې پرېکړه وکړه او افغانستان ته يې د ۲۸۳ منډو هدف ورکړ.

د پاکستان له لوري تر ټولو ډېري منډې ۷۴ پاکستاني لوبډلمشر بابر اعظم وکړې.

د افغانستان له لوري د توپ اچونې په برخه کې تر ټولو ډېري ويکيټې نور احمد واخيستې چې په لومړي ځل په نړيوال جام کې د لوبېدو فرصت ورکړل شوی و، نوموړي درې، نوين الحق دوې او محمد نبي او عظمت الله عمرزي يوه-يوه ويکټ تر لاسه کړه.

افغانستان د توپ وهنې په برخه کې قوي پيل وکړ او د پيل لوبغاړی عظمت الله عمرزی يې پر ۱۳۰ مجموعي منډو له لاسه ورکړ. د افغانستان له لوري تر ټولو ډېري ۸۷ منډې وکړې.

تر دې وروسته لوبډلمشر حشمت الله شهيدي او رحمت شاه د يوې اوږدې ملګرتيا په مټ په ۴۹ اور کې له پاکستانه لوبه وګټله.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان په يو ورځنيو لوبو کې پاکستانۍ لوبډله ماتوي.

افغانستان به د روانې مياشتې اکتوبر پر ۳۰ له سرېلانکا سره مخ کېږي.