اطلاعات روز: د خوست ولايت په مرکز کې نن (سېشنبه، ۲ د لړم) د يو شمېر ځوانانو له لوري په وړيا ډول ۱۰۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه له پاکستانه د افغان کرکټ لوبډلې د وروستۍ بريا په خوشالۍ کې پر خلکو ووېشل شول.
د دې ځوانانو له ډلې يې يو تن دين محمد ځلاند وايي، د دوی موخه له دې کاره د مطالعې دودول او خلکو ته پيغام ورکول دي چې د بريا خوښي بايد د هوايي ډزو پر ځای د کتابونو په ويش او يا هم نورو داسې کړنو ترسره شي چې خلکو ته د زيان پر ځای ګټه ولري.
تېره شپه (۱ د لړم) افغان کريکټ ملي لوبډلې د روان ۲۰۲۳ کال نړيوال پنځوس اوریز جام په سياليو کې پاکستانۍ لوبډلې ته په لومړي ځل په پنځوس اوره لوبو کې ماتې ورکړه.
دا بريا د خوست سربېره په پلازمینې کابل، پکتيا، ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې په خورا شانداره مراسمو ولمانځل شوه خو د دې لمانځنې پر مهال په هوايي ډزو کې ځينې کسان ټپيان شوي هم دي.