نيمروز کې د ۱۰۰ جوړو ډله يیز واده ترسره شو

اطلاعات روز: نیمروز کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د ۱۰۰ جوړو بېوزله ځوانانو ډله ییز واده ترسره شو.

د یادو سلو جوړو د ډله ییز واده مراسم تېره ورځ (سې شنبه، ۲ د لړم) مرکز زرنج ښار کې د «حبیب یار» خیریه بنسټ له لوري ترسره شول، چې د نیمروز د بېلابېلو ولسوالیو ځوانانو په کې ګډون کړی وو.

د دغه خيريه بنسټ مسوول عبدالحق صديقي وايي، چې يادو جوړو د واده د لګښت ترڅنګ یې هرې جوړې ته ۶۰ قلمه د کور اسباب هم ورکړي دي.

د نوموړي په وينا، چې تردې وړاندي يې ۹ دورې دغه ډول ډله ييز ودونه په هرات او فراه ولايتونو کې ترسره کړي او راتلونکي کې هم پلان لري چې د بېوزله ځوانانو ډله ییز واده ترسره کړي.

ورته مهال نیمروز کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مفتي حبیب الله الهام د دغه واده په مراسمو کې له کورنيو وغوښتل چې ناوړه دود او کلتور ته شاه کړي ترڅو راتلونکي کې ځوانان په کم لګښت خپل واده وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم په نیمروز او نورو ولایتونو کې د بېلابېلو خیریه بنسټونو له لوري د بېوزله ځوانانو ډله ییز ودونه ترسره شوي دي.