انځور: د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست

په تېره یوه میاشت کې له پاکستان او ایرانه زرګونه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي

اطلاعات روز: ننګرهار او نیمرو ولایتونو کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې په تېره یوه میاشت کې له پاکستان او ایران څخه ۱۳زره ۴۴۱ کورنۍ او ۵۵ زره ۹۳۱ انفرادي کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

د ننګرهار د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو طالب رییس باز محمد عبدالرحمن وايي، په تېرو ۳۷ ورځو کې چې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ویستلو لړۍ پېل کړې ۱۲ زره افغان کډوالې کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته را ستنې شوې دي.

نوموړی زیاتوي، نړۍ والو مرستندویه موسېسو له هرې راستنېدونکې کورنۍ سره د نغدي پیسو سربېره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې او هڅه کوي، چې دوی ته د بهرنیو مرستندویه ادارو په همکارۍ لا نور امکانات برابر کړي.

آخوا نیمروز کې د طالبانو ځايي چارواکي بیا خبر ورکوي، چې په همدې موده کې له ایران څخه ۵۷ زره ۳۷۲ تنه راستانه شوي دي.

نیمروز کې د طالبانو د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو طالب رییس عبدالله ریاض وايي، تېره یوه میاشت کې د ورېښمو پُل له لارې له ایران څخه ۱۴۴۱ کورنۍ او ۵۵ زره ۹۳۱ انفرادي کسان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

نوموړي وویل:« د ۱۴۰۲ هـ ل کال د تلې میاشتې له لومړۍ ورځې تر دیرشمې نېټې پورې ۵۷ زره ۲۷۳ تنه، چې ۱۴۴۱ کورنۍ [۶۱۴۳ تنه] او همدا رنګه ۵۱ زره ۲۳۹ تنه مجرد افغان کډوال له ایران څخه د ورېښمو پُل له لارې هېواد ته را ستانه شوي دي.»

دا شمېر افغان کډوال په داسې حال کې له پاکستان او ایران څخه بېرته هیواد ته راستنیږي، چې پاکستاني حکومت له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د جبري ویستلو لړۍ پېل کړې او خبرداری یې ورکړی، چې شااوخوا ۱.۷ مېلیونه ناقانانونه افغان کډوال به د پاکستان له بېلابېلو برخو خپل هېواد ته ستانه کړي.