پاکستان تورخم ښارګوټي کې د افغان سوداګرو زرګونه تشو کانټینرو ته د تګ اجازه نه ورکوي

ننګرهار کې افغان سوداګر شکایت کوي، چې پاکستاني حکومت له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې په تورخم ښارګوټي کې د افغان سوداګرو زرګونه تش کانټینر درولي او هغه هېواد ته د تګ اجازه نه ورکوي، چې له امله یې دوی ته هره ورځ سلګونه زره امریکايي ډالر زیان رسېږي.

سوداګر وايي، پاکستانی لوری هره ورځ د تورخم له لارې د افغان سوداګرو دیرش لاریو ته اجازه ورکوي، خو برعکس طالبان بیا د پاکستاني سوداګرو څه باندې ۳۰۰ په توکو بار لاریو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته را واوړي، چې دوی یې د افغان سوداګرۍ پر وړاندې ستر ظلم یادوي.

دوی زیاتوي، چې د یادې ستونزې په تړاو یې ننګرهار کې د طالبانو له ولایتي چارواکو سره خبرې کړي، خو په خبره یې تراوسه یادې ستونزې ته د حل لار نه ده پیدا شوې.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې غړی زلمی عظیمي وایي، تورخم ښارګوټي کې د افغان سوداګرو دوه زره لارۍ چې څلور زره تش کانټینر په کې بار دي ایسارې دي، چې له امله یې پاکستان کې د هر موټر کرایه دوه برابره زیاته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې د یادې چارې له امله په افغانستان کې د توکو بیې مخ په لوړېدو دي، چې زیان یې یوازې عام خلک پرې کوي.

زلمي عظیمي وویل: « تورخم کې په حدود د دوه زره ګاډي متوقف شوي دي، دوه زره ګاډي دي، چې هر ګاډي کې دوه دوه کانټینر بار دي، څلور زره کانټینر زمونږ په تورخم ښارګوټي کې ایسار دي، چې د دې وجې نه په کراچۍ بندر کې مخکې پنځه لکه پاکستانۍ کالدارې کرایه وه اوس په لس لکه پاکستانۍ کالدارو هم موټر نه پیدا کېږي، دغه مصارف چې څومره ترانسپورټېشن، ډیټنشن، ډېمبرېج دا ټول مصارف تجاران په مال باندې اچوي، چې دغه مظلوم ملت بیا هغه مال نه شي اخېستی، ډېر په ګرانه بیه تمامېږي.»

زلمی عظیمي دغه راز وایي، چې پاکستانی حکومت دغه هېواد ته د افغان سوداګرو له دیرشو پورته لاریو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي، خو برعکس د پاکستاني سوداګرو څه باندې درې سوه لارۍ افغان خاورې ته داخلېږي، چې دوی دغه کار د پاکستاني حکومت دوه مخی چلند او د ځان پر وړاندې ستر ظلم یادوي.

نوموړی زیاتوي، چې د یادو ستونزو په تړاو ننګرهار کې د طالبانو ولایتي ادارې ژمنې ورکړي، خو په خبره یې تراوسه یې په دې برخه کې کوم ګام نه دی پورته کړی او ورځ بلې ته یې ستونزې په زیاتېدو دي.

هغه وویل: « د ورځې درې سوه درې نیم سوه ګاډي د پاکستان له خوا افغانستان ته را اوړي، دغه ګاډي دغلته خالي کېږي بېرته تورخم ښارګوټي ته ځي هلته خوړ کې درول کېږي، د ورځې تقریباً زمونږ دیرش ګاډي پاکستان ته کېوځي، پاکستان طرف نه په صفري نقطه کې  هلته زمونږ د موټرو پنځه ځایونو کې چېک کېږي او وخت پرې ډېر تېروي، زمونږ طرف ته که د ورځې لس زره ګاډي هم راځي مونږ ته مشکل نشته، خو پاکستانیان په دغه برخه کې مونږ سره زیاتی کوي.»

سوداګر وایي، د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو پر تشو لاریو محدودیتونو له امله هره ورځ له ۱۴۰ ډالرو نیولې تر ۳۲۰ ډالرو ډېمبرېج او ډیټنشن راځي، چې دوی ته د ورځې شاوخوا ۷ سوه زره ډالر زیان رسیږي.

سوداګر حمزر خېل د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د دغې ستونزې د حل په برخه کې دې کوټلي کامونه واخلي، ترڅو د لا زیات مالي تاوان مخه ونیول شي.

نوموړی زیاتوي: «که دغه کانټینر وانه وړي ورځ په ورځ باندې في کانټینر ۱۴۰ ډالر ډیټنشن لري او بله داچې د هرې کمپنۍ بېل قانون دی، داسې کانټینر کېدای شي چې تر دوه سوه ډالرو ډیټنشن ولري، تر ۱۵۰ ډالرو پورې مختلفې کمپنۍ دي، امارت نه زمونږ دا غوښتنه ده، چې په تورخم کې زمونږ د تشو کانټینرو بیروبار ختم کړي، څو پاکستان ته ګاډي واوړي او کراچۍ بندر کې زمونږ پراته اموال را انتقال شي.»

دوی همدا راز نیوکه کوي، چې د طالب چارواکو ورسره د ستونزو د حل په برخه  کې په ځلونو ژمنې کړي، خو په خبره یې تراوسه یې کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

سوداګر حاجي عببدالله وایي، د سوداګرو ستونزو ته نه پاملرنه د هېواد په زیان ده او زیاتوي که په دغه برخه کې ناغېړۍ ته د پای ټکی کېنښودل شي، ګڼ سوداګر به له هېواد فرار وکړي.

هغع وویل:  «دا یو ځل نه دی، چې دا خبرې شوي بار بار دا خبرې شوي، متاسفانه چې څوک دې ته رسیده ګي نه کوي، توجه نه کوي، دا د افغانستان ټوله سرمایه ده، دا روزمره زیاتېږي کمېږي نه، که داسې حالت روان وي په افغانستان کې، نو دا تجاران ورکېږي په دې ورکېږي، چې د دوی سرمایه له منځه ځي.»

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان نظامي ولکه ټینګه کړې د ټرانزیټ، پانګونې، سوداګرۍ او نورو برخو کې د افغان سوداګرو او پانګه والو شکایتونه او نیوکې زیاتې شوي.

سوداګر او پانګه وال وایي، د طالبانو د حکومت د نه پاملرنې او ناسم سیاست له امله افغان سوداګري او پانګونه له سخت خنډ او ځنډ سره مخ شوي او غوښتنه کوي، چې باید د طالبانو رژیم خصوصي سکتور ته تر بل هر څه پاملرنه زیاته او دې برخه کې ستونزې حل کړي.