Photo: via general_karachi on X

د بشر حقونو څار: افغانستان لاهم د ډیری هغو کسانو لپاره خطرناک دی چې تښتېدلي دي

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار ويلي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو جبري شړنه به هغوی له پام وړ امنيتي خطرونو سره مخ کړي، ځکه لاهم په افغانستان کې وضعيت د ډېری هغو کسانو لپاره خطرناک دی چې تښتېدلي دي.

دې بنسټ نن (سې‌شنبه، ۹ د لړم) په یوې اعلاميه کې ويلي، چې پاکستانی دولت د ګواښ، ناوړه ګټې اخيستنې او نيونې له لارې د قانوني وضعيت نه لرونکي پناه غوښتونکي مجبوروي چې افغانستان ته ستانه شي او يا يې هم شړي.

د بشر حقونو د څار په وينا، د افغانستان ډېری وګړي چې له جبري اخراج سره مخ دي، په متحده ايالاتو، برېتانيا، جرمني او کاناډا کې د بيا ميشتيدنې په تمه دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اکټوبر په درېيمه اعلان وکړ چې ټول غير قانوني کډوال ۲۸ ورځې وخت لري چې دا هيواد په خپله خوښه پرېږدي، که ولاړ نه شي نو وبه شړل شي.

په بشر حقونو څار کې د افغانستان د برخې څېړونکې فرشتې عباسي ويلي: «د افغانانو د ستنولو لپاره د پاکستان اعلان شوې وروستۍ نيټه د نيونې، وهلو او پيسو اخيستلو لامل شوې او په زرګونو افغانان يې د خپل راتلونکي په اړه وېرولي دي.»

دې زياته کړې چې په افغانستان کې وضعيت د ډېری هغو کسانو لپاره چې تښتېدلي لاهم خطرناک دی او د پناه غوښتونکو شړل به هغوی له پام وړ امنيتي خطرونو لکه د ژوند او د هغوی د رفاه له ګواښ سره مخ کړي.

د بشر حقونو څار ويلي، چې پاکستان د شکنجې پر خلاف د ملګرو ملتونو د کنوانسيون او هغه نړيوال حقوقي اصل يو اړخ دی چې افراد به هغو هيوادونو ته نه شړي چې هغوی پکې د شکنجې او ځورونې له خطر سره مخ وي. د همدې بنسټ په وينا، د پناه غوښتونکو جبري اخراج د پاکستان د دې تعهداتو نقض دی.

دې بنسټ زياته کړې، چې د غير قانوني کډوالو او پناه غوښتونکو پر ډلييزې ستنيدنې د پاکستاني چارواکو ټينګار پر افغان وګړو د ځورونې، بريد او خپلسرې نيونې په ګډون د پوليسو د تاوتريخوالي د زياتېدو لامل شوی.

په اسلام اباد کې يوه افغان پناه غوښتونکي خالق عاطفي بشر حقونو څار ته ويلي، چې افغانستان ته د ستنېدو د اعلان له مهاله هغه خلک هم له نيونې او اخراج څخه خوندي نه دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو په اداره کې يې ځانونه ثبت کړي دي.

ده ويلي: «هر ځای د پوليسو پلټنې شته. حتا که معتبره ويزه هم ولرئ، بيا به هم د پوليسو ادارې ته وړل کېږې او ډېری وختونه بايد د ازادېدو لپاره رشوت ورکړئ.»

عاطفي ويلي چې ډېری وختونه افغان پناه غوښتونکي اړ شوي چې پوليسو ته له ۱۰ زرو څخه تر ۴۰ زرو پورې پاکستانۍ روپۍ د رشوت په توګه ورکړي.

د ښځينه حقونو فعالې زرمينې رفيعي چې د افغانستان د سرې مياشتې له ټولنې سره په هيواد کې همکاري کوي، په پاکستان کې د مېشتو هغو افغان کډوالو چې له شړنې سره مخ دي د رواني او روحي ځورېدنو په اړه وضاحت ورکړی.

دې د بشر حقونو څار ته ويلي: «موږ ويدېدلای نشو، ځکه اورېدلي مو دي چې پوليس دشپې پر کورونو بريد کوي او اسناد غواړي.»

د بشر حقونو څار ويلي، چې د افغانستان ډېری وګړي د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته راغلي، په بېلابېلو هيوادونو لکه متحده ايالاتو، کاناډا او جرمني کې د مېشتېدو غوښتنې يې کړې دي.

د بشر حقونو د څار په وينا، د ويزې د اعتبار مودې د پای ته رسېدو او د بيا ميشتنېدنې د بهير اوږدېدو له امله پناه غوښتونکي په يوه ناډاډمن حالت کې دي او اوس له نيونې او شړنې سره مخ دي.

دې بنسټ اشاره کړې چې د افغانستان ښځې او نجونې د بيا ميشتنېدنې په لړ کې له زياتو خنډونو سره مخ دي، ځکه د ډېری هيوادونو لپاره هغه کسان لومړيتوب لري چې په نظامي ماموريت کې يې همکاري کړې او هغوی نارينه دي.

د بشر حقونو څار زياته کړې پاکستانی دولت بايد د افغان کډوالو پر خلاف د پوليسو ناوړه ګټه اخيستنه ختمه کړي، وروستۍ نېټه لغوه او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کميشنرۍ سره د پناه غوښتونکو د نومليکنې په پېلولو کې همکاري وکړي.

د بشر حقونو څار د متحده ايالاتو، برېتانيا، جرمني او کاناډا له دولتونو هم غوښتي چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د مېشتونې بهير دې چټک کړي.

د بشر حقونو څار د افغانستان څانګې څېړونکې ويلي: «پاکستان د افغانانو د ډلييزې ستنونې لپاره د پناه غوښتونکو ځپل پېل کړي. کومو هيوادونو چې له خطر سره د مخ افغانانو د ايستلو ژمنه کړې وه، هغوی باید پر پاکستان فشار راوړي تر څو ناوړه ګټه اخيستنه پای ته ورسوي او هغوی بايد د افغانانو د بيا مېشتونې لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.»