انځور: ټولنيزې رسنۍ

د پاکستان حکومت پکتيا کې د «خرلاڅي» لاره تړلې

اطلاعات روز: له تېرو اتو ورځو راهيسې پاکستاني پوځيانو افغان لوري ته د پکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د «خرلاڅي» سوداګريزه لويه لاره تړلې او هيچاته له کرښې پورې غاړه د تلو اجازه نه ورکوي.

په سيمه کې ځايي سرچينې وايي، پاکستاني پوځيانو دا اقدام تر «ډيورنډ فرضي کرښې» پورې غاړه په کُرمه ايجنسي کې د پښتنو اهل تشيع او سني قومونو تر منځ د جګړې تر پيلېدو وروسته اخیستی دی.

د سرچينې په وينا، افغان لوري ته په خورا سختو شرايطو کې ګڼ شمېر ناروغان، مسافر او باروړونکي موټرونه د لارې خلاصون ته انتظار دي.

د پکتيا ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولينو هم محلي خبريالانو ته د لارې د تړل کیدو پخلی کړی دی.

له رسنيزو معلوماتو سره سم، په کُرمه ايجنسي کې د پيل شوې جګړې له امله دواړو غاړو ته له شلو ډېر کسان وژل شوي او د دې دوه برابره نور ټپيان دي.

جوته نه ده چې جګړه به کله پای ته رسېږي او د لارې خلاصون لپاره به پاکستانی حکومت څرنګه پرېکړه کوي.