د پاکستان پولیسو د پنجاب ایالت په راولپنډۍ ښار کې د اتو ښځو په ګډون ۱۳ افغان کډوال نیولي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه کسان نن (شنبه، د لړم ۲۳مه) د راولپنډۍ ښار د «رټه امرال» په سیمه کې نیول شوي دي.
پولیسو ویلي، نیول شوي افغانان د استوګنې د اسنادو د ارزونې پر مهال د اعتبار وړ ویزې په وړاندې کولو نه دي توانېدلي.
د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان د اسلاماباد په H-9 سیمه کې د کډوالو د ساتنې او بېرته لېږد مرکز ته لېږدول شوي دي.
په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده.
