د افغانستان په چارو کې د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لېنډسي، ویلي چې هېواد یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره هڅې کوي.
د طالبانو د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ریچارډ لېنډسي دا خبره د شنبې په ورځ، د لړم په ۲۳مه، د طالبانو د لومړي وزیر دفتر له رییس ملا عبدالواسع سره په خبرو کې کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالواسع د بریتانیا د افغانستان په چارو کې له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي، د سیاسي چارو له مسوول جېمز بلومنتي او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي سلاکار فیضمحمد وفامل سره په یوه ویډیويي اړیکه کې خبرې کړې دي.
لېنډسي ویلي، چې دوی د سیمې روان وضعیت له نږدې څاري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو عادي کولو په تړاو یې له دواړو لورو سره لیدنې او سلا مشورې کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره به د اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي، څو د شته ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو او تفاهم زمینه برابره شي.
حمدالله فطرت لیکلي، چې ملا عبدالواسع د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شته ستونزو د حل لپاره د بریتانیا د هڅو «ستاینه» کړې ده.
د بریتانیا دغو درېیو ډیپلوماټانو تر دې مخکې هم څو ځله د طالبانو د لومړي وزیر دفتر له رییس سره ویډیويي ناستې کړې دي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ له پوځي نښتو وروسته، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د اقتصادي اړیکو د پرې کېدو لامل شوې، دواړو لورو خپلې سیاسي اړیکې ساتلې او لا هم د یو بل له ډیپلوماټانو کوربهتوب کوي؛ خو سرحدي لارې تړلې پاتې دي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وخت ناوخت نښتې کېږي.
په تېرو څه باندې یوه کال کې سعودي عربستان، قطر او ترکیې هم د دواړو لورو ترمنځ د نښتو د درولو لپاره منځګړیتوب کړی، خو د طالبانو او پاکستان اړیکې لا هم ترینګلې دي.
