د طالبانو د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وايي، د ارغنجخواه ولسوالۍ په یوه سیمه کې د واورې ښویېدنې له امله د سرو زرو کان دوه کارګران مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د نوموړي په وینا، دغه پېښه د جمعې په ورځ (د لړم ۲۲مه) د ارغنجخواه ولسوالۍ په «انډارب» سیمه کې رامنځته شوې ده.
کامګار ویلي، کله چې کارګران پر کار بوخت وو، واوره پرې راښوېدلې چې له امله یې دوه کارګران مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې د پېښې د مړو او ټپیانو جسدونه نن د چورلکې په وسیله د فیضاباد ښار ته لېږدول شوي دي.
بدخشان د هېواد په شمال ختیځ کې یو غرنی ولایت دی، چې د ورښتونو په موسم کې وخت ناوخت پکې مرګونې واورې ښویېدنې رامنځته کېږي.
