طالبانو د خاتم‌النبیین خصوصي روغتون وتاړه

د خاتم‌النبیین خصوصي روغتون مالک جواد محسني وايي، دغه روغتیايي مرکز د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر تړل شوی دی.

هغه نن (شنبه، د لړم ۲۳مه) په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي، چې تېره اوونۍ عبدالحکیم شرعي د خاتم‌النبیین روغتون ادارې ته ویلي وو، چې یا دې د روغتون مدیریت او اداره نوموړي ته وسپارل شي او یا به یې فعالیتونه ودرول شي.

محسني لیکلي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر غوښتنه یې رد کړې، ځکه د نوموړي په وینا، «د یوه روغتیايي مرکز د ادارې سپارل د عدلیې وزیر ته، پرته له کوم قانوني او موجه دلیل څخه، د منلو وړ نه وو».

هغه زیاته کړې، چې خاتم‌النبیین روغتون له ۱۵ کلونو څخه د ډېرو مودې راهیسې روغتیايي او درملیز خدمتونه وړاندې کول، «خو نن د افغانستان د شیعه ټولنې اړوندو مرکزونو پر وړاندې د عدلیې وزیر د تبعیضي او مذهبي چلند په دوام کې د دغه روغتیايي مرکز دروازې هم وتړل شوې».

طالبانو تر دې مخکې د خاتم‌النبیین دیني مدرسه، پوهنتون او تمدن ټلوېزیون هم تړلي او ودانۍ یې ترې نیولې وې.

د طالبانو د عدلیې وزیر د خاتم‌النبیین مدرسې ځمکه «امارتي» اعلان کړې وه.

جواد محسني ویلي، چې خاتم‌النبیین روغتون په یوه کرایي ملکیت کې فعالیت کاوه او له هر ډول سیاسي فعالیت او ګوندي تړاو څخه لرې و. هغه زیاته کړې: «ظاهراً یوازې دا چې د دغه روغتون امتیاز لرونکی مالک شیعه دی، د هغه د تړلو لپاره بسنه کړې ده».

هغه ویلي: «د یوه روغتیايي مرکز د مالکانو یوازې د مذهبي تړاو له امله د خلکو له درملیزو خدمتونو محرومول، نه د هېواد له ګټو سره سمون لري، نه له اسلامي عدالت سره او نه هم د خپلو وګړو پر وړاندې د یوه حکومت له مسوولیتونو سره».

محسني د طالبانو له کشفي او امنیتي ادارو غوښتي، چې «په جدي حساسیت او مسوولیت‌پالنې سره د هغو کسانو کړنې وڅېړي، چې د سختدریځو افکارو او تفرقه‌اچوونکو تګلارو له لارې د خوارجو ډلو د موخو او اجنډاوو د پلي کېدو په لاره کې ګامونه اخلي او د خلکو او حکومت ترمنځ د نفاق او بېلتون رامنځته کولو هڅه کوي».

د طالبانو د عدلیې وزیر تر دې مخکې د لسګونو ښارګوټو د تخلیې امر هم صادر کړی دی. نوموړي په دې وروستیو کې د کابل په لوېدیځ کې د هزاره‌ مېشتې «امید سبز» ښارګوټي د تخلیې امر کړی دی.

د شیعه‌ګانو د څو جوماتونو او مذهبي ځایونو تړل هم د عبدالحکیم شرعي له نورو امرونو څخه دي.

دغه طالب چارواکی د عدلیې وزارت په ودانۍ کې شخصي زندان لري او څو ځله یې د شیعه‌ګانو مشران نیولي او بندیان کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته