د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له امریکا د افغان خبریال د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د امریکا د کډوالۍ له ادارې غوښتي، چې افغان خبریال شعبان‌علي رفعت ژر تر ژره او له قید او شرط پرته خوشې کړي.

دغې کمېټې د رفعت د وکیل ډیویډ تار له قوله ویلي، چې نوموړی د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۲۱مې راهیسې، کله چې امریکا ته د پناه غوښتنې لپاره ورغلی، د کالیفورنیا ایالت د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په بند کې دی او اوس له افغانستان ته د شړل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

د امریکا لپاره د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د سیمه‌ییز پروګرام مشر خوزه زامورا ویلي، رفعت له افغانستانه ځکه وتښتېد، چې طالبانو داسې شرایط رامنځته کړي وو، چې نوموړي نه شوای کولای د خپل ژوند له ګواښ سره مخ کېدو پرته د خبریال په توګه کار وکړي.

زامورا زیاته کړې، چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته د رفعت بېرته لېږل به په مستقیم ډول د هغو کسانو لاس ته سپارل وي، چې نوموړی ترې تښتېدلی دی.

هغه د رفعت اوږدمهاله بندي کېدل د رسنیو د ازادۍ او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د ژمنو خلاف بللي او له امریکايي چارواکو یې غوښتي، چې نوموړی خوشې او د پناه غوښتنې زمینه ورته برابره کړي.

شعبان‌علي رفعت په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې د معارف دولتي ټلوېزیون د تولیدوونکي او خبریال په توګه دنده ترسره کوله او د کابل پوهنتون د رسنیو د برخې لوړپوړی مسوول هم و.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي، چې رفعت د خپلې دندې پر مهال په ۲۰۲۰ کال کې د کابل پوهنتون ترهګریز برید او د هزاره ټولنې وضعیت په پراخه کچه تر پوښښ لاندې راوستی و. نوموړی هم د هزاره قوم غړی دی؛ هغه قومي او مذهبي لږکی چې له ځورونې سره مخ دی.

دغې کمېټې زیاته کړې، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان هزاره ټولنه له زیاتېدونکي تاوتریخوالي او ځورونې سره مخ شوې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د معلوماتو له مخې، طالبانو یوازې په ۲۰۲۶ کال کې د هزاره‌وو اړوند درې رسنۍ تړلې او د دغو رسنیو لوړپوړي مسوولان یې نیولي دي. د کمېټې په وینا، دغه اقدامات په افغانستان کې د هزاره ټولنې د رسنیو او خبریالانو د ځپلو په موخه شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، چې د شعبان‌علي رفعت د پناه غوښتنې د وضعیت په اړه یې د امریکا د کورني امنیت وزارت او د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې استازو ته برېښنالیکونه استولي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته