د کابل ښار په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي سرچینې وايي، د دې ښارګوټي دوه وکیلان له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو د عدلیې وزارت په بند کې دي.
یوې سرچینې د شنبې په ورځ، د لړم په ۲۳مه، اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه دوه وکیلان، عبدالرازق مصدق او وکیل جعفري، د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ له دوو نورو وکیلانو سره د طالبانو د عدلیې وزارت ته وربلل شوي وو او وروسته بندیان شول.
د سرچینې په وینا، له وکیلانو څخه دوه تنه د یوې فورمې له لاسلیکولو او د ښارګوټي له تخلیې سره تر موافقې وروسته خوشې شوي، خو عبدالرازق مصدق او وکیل جعفري لا هم بندیان دي. سرچینه وايي، د دغو دوو وکیلانو کورنۍ د تېرې یکشنبې له ورځې راهیسې د هغوی له برخلیک څخه بېخبره دي.
طالبانو د امید سبز ښارګوټي ځمکه «امارتي» اعلان کړې او د کورونو له مالکانو یې غوښتي چې خپل کورونه ورته وسپاري.
طالبانو د ښارګوټي د کورونو مالکانو ته ویلي، که خپل کورونه نه تخلیه کوي، نو باید کرایه ورکړي. د دې ډلې لهخوا د هرې خونې میاشتنی کرایه څلور زره افغانۍ ټاکل شوې ده.
امید سبز ښارګوټی د کابل ښار په لوېدیځ کې موقعیت لري او ډېری اوسېدونکي یې هزارهګان دي. دغه ښارګوټی په تېرو شلو کلونو کې جوړ شوی او محمدنبي خلیلي، د افغانستان د پخواني مرستیال ولسمشر محمدکریم خلیلي ورور، یې له مالکانو څخه دی.
محمدنبي خلیلي ویلي، چې «د امید سبز ښارګوټی د معتبرو شرعي قبالو، د ملکیت رسمي اسنادو، د اړوندو ادارو له بشپړې تصفیې او د ودانیزو چارو د قانوني جواز پر بنسټ جوړ شوی دی.»
د خلیلي په وینا، د امید سبز ښارګوټي ټولې ځمکې له هغو مالکانو پېرل شوې دي چې د شته اسنادو له مخې، له کلونو او نسلونو راهیسې د دغو ځمکو مالکین وو، معتبرې قبالې یې لرلې او د مالیې ورکولو سابقه یې څو لسیزو ته رسېږي.
