د اسرائیل لنډمهالي لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، یو ځل بیا له خپل سیال ګادي آیزنکوت سره د ملي یووالي حکومت د جوړولو پر غوښتنه ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې د ایران ګواښ به له منځه یوسي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، نتانیاهو د شنبې په ورځ، د لړم په ۲۳مه، په یوه خپاره شوي ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ له آیزنکوت سره لیدنې یې دا باور لا پیاوړی کړی، چې د اسرائیل د امنیت د تضمین لپاره د ملي یووالي حکومت جوړول اړین دي.
هغه زیاته کړې، چې دا ډول حکومت کولای شي «د ایران ګواښ د تل لپاره له منځه یوسي».
د اسرائیل په پارلماني ټاکنو کې د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ ائتلاف ۵۳، د ګادي آیزنکوت په مشرۍ د مخالفانو ائتلاف ۴۸ او د اسرائیلي عربانو ګوندونو ۱۹ څوکۍ ګټلې دي.
هېڅ یوه ائتلاف د حکومت جوړولو لپاره اړینې ۶۱ څوکۍ نه دي ترلاسه کړې او اړ دي چې د حکومت د جوړولو لپاره له نورو ګوندونو سره ائتلاف وکړي.
وروسته له هغې چې بنیامین نتانیاهو د ائتلافي حکومت په جوړولو کې پاتې راغی، د اسرائیل ولسمشر ګادي آیزنکوت د حکومت جوړولو لپاره وګوماره او عربي ګوندونو هم د هغه ملاتړ وکړ.
خو بنیامین نتانیاهو له عربي ګوندونو سره په ګډه د هر ډول حکومت جوړول د هېواد او د اسرائیل د موجودیت لپاره «خطر» بللی او د ملي یووالي حکومت د جوړولو غوښتنه یې کړې ده.
