کرکټ نړيوال جام کې د افغانستان څلورمه بريا؛ افغانستان هالنډ ته ماتې ورکړه

اطلاعات روز: افغانستان وکولای شول چې نن د کرکټ د پنځوس اوريز نړيوال جام د لوبو په لړ کې هالنډۍ لوبډلې ته په اوو ويکټو ماتې ورکړي.

د افغانستان او هالنډ تر منځ لوبه نن (جمعه، ۱۲ د لړم) ترسره شوه چې هالنډ د ټاس په ګټلو افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه او په ۴۷ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې افغانستان ته د ۱۸۰ منډو کم هدف ورکړ.

که څه هم د هالنډۍ لوبډلې د پيل يو لوبغاړی په لومړي اور کې وسوځېد خو تر دې وروسته د هالنډي لوبغاړو تر منځ د ۷۳ منډو اوږده ملګرتيا وشوه مګر د څلورو هالنډي لوبغاړو رن اوټ لوبه د هالنډ له کنټروله وايستله.

د هالنډ له لوري تر ټولو ډېري منډې ۵۸ سيبرانډ اينجيل بريټ وکړې.

د افغانستان له لوري محمد نبي درې، نور احمد دوه او مجيب الرحمان يو هالنډي لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان له لوري توپ وهنه ښه را پيل شوه. دوو لوبغاړو رحمت شاه او لوبډلمشر حشمت الله شهيدي پنځوسيزې وکړې.

افغانستان وکولای شول چې د لوبې په ۳۲ اور کې هالنډ ته په اوو ويکټو ماتې ورکړي.

د هالنډ له لوري درو لوبغاړو ثاقب ذوالفقار، دير ميروي او لوګان وان ويک يو-يو افغان لوبغاړی وسوځاوه.

د يادونې وړ ده چې افغانستان تر اوسه په خپلو اوو لوبو کې څلور لوبې له انګلستان، پاکستان، سريلانکا او هالنډ څخه ګټلې دي.

په روان نړيوال جام کې د افغانستان دوې نورې لوبې له قوي لوبډلو اسټراليا او ساوت افريقا سره پاتې دي. افغانستان به د نومبر مياشتې پر ۷ له اسټراليا سره لوبه ولري.