اتمر: طالبان باید له پاکستانه د کډوالو ایستل د پخلاینې او د کډوالو د راستنېدو په فرصت بدل کړي

اطلاعات روز: د پخواني حکومت د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر له پاکستانه د کډوالو ايستل بشري ناورين بللی او ويلي يې دي چې طالبان کولای شي دا ناورين د ملي روغي-جوړې او ټولو افغان کډوالو د تلپاتې راستنېدو په فرصت بدل کړي.

نوموړي په یوې بیانیه کې ويلي، د دې وخت را رسېدلی چې د طالبانو رهبران د کډوالو دردوونکي برخليک او «د دې ناورين پراخو او ژورو پايلو ته په پام عاقلانه، مسوولانه او وطن دوستانه تصميم ونيسي».

اتمر د طالبانو له مخالفينو هم غوښتي چې له دې ډلې سره دې بحث او همکاري وکړي.

ده ويلي: «ښه پوهېږو چې زموږ او د طالبانو د ليدلورو ترمنځ ژور او بنسټيز توپيرونه شته، دخلکو او په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د اساسي ازاديو او حقونو، حکومتي نظام او په هيواد کې د سولې او ټیکاو په اړه خو د دې لويي ملي ننګونې د حل لپاره بايد يوه ملي بحث او همکارۍ ته تيار شو.»

اتمر زياته کړې چې د طالبانو واکمني او سياسي مخالفين يې بايد د مهاجرو هيوادوالو د ځان، مال او عزت د خونديتوب لپاره له ټولو ملي او نړيوالو امکاناتو کار واخلي او ملي همکاري رامنځته کړي.

د اتمر په اعلاميه کې راغلي: «د طالبانو واکمني کولای شي او بايد دا ناورين د ملي روغي-جوړي او ټولو افغان کډوالو د تلپاتې راستنيدنې په فرصت بدل کړي.»

ده د پاکستان دولت له کډوالو په ناوړه ګټه اخيستنې تورن کړی او ويلي يې دي «تر څو چې زموږ کډوالي دوام لري د پاکستان د افغان ضد سياستونو له امله به زموږ د کډوالو او هيواد زيانمنېدل هم دوام ولري».

اتمر زياته کړې: «په پراختيا غوښتونکو سياستونو او زموږ د هيواد پر خلاف په نيابتي جګړو کې د افغانستان له مظلومو او مهاجرو کډوالو ابزاري استفاده يو شرمناک تاريخ دی او نه بخښل کېدونکی [عمل] دی. وخت را رسېدلی چې دا تاريخي ستم پای ته ورسوو.»

ده د خپلو خبرو په دوام ويلي، چې د طالبانو واکمني تاريخي مسووليت لري او کولای شي د ټولو افغان کډوالو د بيرته راستنېدو زمينه چې د ناامنۍ، سياسي تعقيب او فقر له کبله د هيواد پرېښودلو ته اړ شوي برابره کړي.

د ده په وينا، په لنډ مهال کې دا موضوع له پخوني دولت سره د تړلو افرادو، د بشري حقونو او سياسي فعالانو د ځورونې، نيونې شکنجې او وژنې له بندېدو او همدا راز د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو پر اساسي حقونو د بنديزونو له لېرې کولو سره تړاو لري. خو په منځمهالې توګه د خلکو د ارادې پر اساس د يوه مشروع نظام له جوړولو او د بين الافغاني توافق له لارې د ملي مشارکت او روغې-جوړې له کولو سره اړه لري.

د پخواني حکومت د بهرنيو چارو وزير زياته کړې چې د هيواد سياسي او مدني ټولنه چمتو ده چې د پورته لنډمهالو او منځمهالو موخو د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو له واکمنۍ سره خبرې-اترې او ملي همکاري پېل کړي.

د ده په باور، د تېرو دوو کلونو پرمهال د سيمه‌ييزو هيوادونو او نړيوالې ټولنې پيغام هم د يوه مشروع او ټولګډونه نظام رامنځته کېدل، د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو رعايتول او د تروريزم په پټنځای د افغانستان د نه بدلېدو و.

خو اتمر ويلي: «اساسي پوښتنه داده چې ايا د طالبانو رهبران چمتو دي چې د خلمو برخليک او ملي ګټې تر نورو ملاحظاتو وړاندې وګڼي او هيواد له تاريخي ناورين او نورو مصيبتونو وژغوري؟»

پاکستان «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو ته د نوامبر تر لومړۍ نيټې وخت ورکړی و چې دا هيواد پرېږدي، که ولاړ نه شي نو وبه نيول شي او په جبري توګه به وايستل شي.

له راپورونو سره سم، په دې ورځو کې د کډوالو نيول او له پاکستانه د هغوی جبري راستنېدل دوام لري. د طالبانو په وينا، هره ورځ په زرګونو تنه د سپين بولدک او تورخم له لارې افغانستان ته راځي.

طالب چارواکو د پاکستان د دې پرېکړې پر وړاندې متفاوت غبرګونونه ښودلي دي.

په دې لړ کې د طالبانو لومړي وزير حسن آخوند په يوه پيغام کې پاکستاني چارواکو ته ويلي، چې که د دې ډلې له حکومت سره ستونزه لرئ، «نو کډوالو څه جرم کړی چې د هغوی بې عزتي کوئ».

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست يعقوب مجاهد د پاکستان له لوري د افغان کډوالو شړلو ته په غبرګون ښودلو په يوه ګواښونکي پيغام کې ويلي، چې دا هيواد بايد د هغه کار پايله وسنجوي چې کوي يې.