انځور: استول شوی

له پاکستانه وارداتي املوکو لغمان کې د شته املوکو بازار فلج کړی

لغمان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې په څلور سوه هکتاره ځمکه د سرو املوکو بڼونه جوړ شوي، چې د تېرکال په پرتله یې په حاصلاتو کې شل سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه ولایت د کرنې ریاست طالب چارواکي وايي، د اټکل له مخې به سږکال لغمان کې د املوکو له بڼونو نږدې ۱۳ زره ټنه حاصلات را ټول شي، چې تېرکال یې له همدغو بڼونو ۱۰ زره ۲۴۰ ټنه حاصلات را ټول کړي وو.

د لغمان د مرکز مهترلام سربېره په الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې د نورو کښتونو ترڅنګ د سرو املوکو ګڼ بڼونه جوړ شوي، چې د تېرو کلونو په پرتله یې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو طالب آمر انجینر بریالی همدرد وايي، په دغه ولایت کې په ۴ سوه هکتاره ځمکه د سرو املوکو بڼونه جوړ شوي، چې د اټکل له مخې به سږکال ترې نږدې ۱۳ زره ټنه حاصلات را ټول او بازار ته وړاندې شي.

نوموړی زیاتوي: «تقریباً لغمان کې څلور سوه هکتاره د املوکو باغونه وجود لري، چې زیاته برخه یې په مهترلام، قرغیو، الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې دي، سږکال دتېر په پرتله شل فیصده حاصلات زیات شوي دي، د زیاتوالي علت یې دا دی، چې مونږ د تخنیکي همکارانو له طریقه د یوریا سپرې، ژمنیو تېلو او د لېنډ سلفر او د امراضو د هر اړخیز کنټرول سترانېژي باغدارانو ته ښیو.»

سږکال لغمان کې د املوکو په حاصلاتو کې شل سلنه زیاتوالی راغلی. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

بل لور ته بڼوال د خپلو بڼونو د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي، خو شکایت کوي، چې په کور دننه د مناسب بازار نشتوالي او له پاکستانه د سرو املوکو وارداتو یې بازار خراب کړی او حاصلات یې آن په ونو کې د خرابوالي په حال کې دي.

بڼوال مشتاق احمد د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د پاکستاني سرو املوکو د وارداتو مخه دې ونیسي او په کور دننه دې د شته محصولاتو د ښه پېر او پلور لپاره مناسب بازار را منځته کړي، ترڅو بڼوال له مالي زیان خوندي او خپله ګټه وټه لاسته راوړي.

نوموړی زیاتوي: « دلته د بازار د خرابوالي علت دا دی، چې له پاکستانه هم ډېر زیات املوک راځي، ټېلر ټېلر املوک راځي همداسې روان دي، تورخم نه را اوړي دې خواته، اوس د پاکستان املوک راځي زمونږ املوک همداسې مو ونه کې پریښي دي، که هغه املوک بند نه شي مونږ دا نه شو را ټولولی ډېر زیات تاوان سره مخ یو او که چېرته هغه املوک بند شي ان شاءالله بازار پیدا کوي، زمونږ غوښتنه دا ده، چې د طالبانو حکومت دې زمونږ حاصلاتو ته بازار پیدا کړي.»

آخوا د سرو املوکو کاروباریان د مناسب بازار نشتوالي او له پاکستانه د املوکو پراخو وارداتو اندېښمن کړي او زیاتوي، که دغه لړۍ همداسې دوام ولري بڼوال او کاروباریان اقتصادي ضربه لیدلی شي.

د تازه مېوو کاروباري یار محمد له د طالبانو حکومت غوښتنه کوي، چې له بهره د واردېدونکو توکو پر وړاندې دې مالیې او ټکسونه زیات کړي، ترڅو بڼوال او کاروباریان له مالي زیان خوندي او په کور دننه یې محصولاتو ته ښه بازار پیدا شي.

نوموړی وویل: «حاصلات یې نسبت تېرکال ته ښه دي، خو بازار یې خراب په دې دی، چې د نورو ملکونو نه افغانستان ته دا شیان راځي، لکه د پاکستان نه، پاکستان نه ډېر زیات مال راځي افغانستان کې یې بازار خراب کړی دی، بازار نه لري سږکال، پروسږکال پاکستان نه سره املوک نه راتلل بازار یې ښه وو، سږکال یې بازار خراب دی؛ ځکه ډېر د هغه ځای نه راځي.»

لغمان کې په شاوخوا څلور سوه هکتاره ځمکه د املوکو باغونه جوړ شوي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

بل لور ته لغمان کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین مني، چې بڼوال د بازار د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي؛ خو زیاتوي چې د اړوندو ادارو په همکارۍ هڅه کوي چې د بڼوالو محصولاتو ته مناسب بازار پیدا کړي او د پام وړ ګټه ترې ترلاسه کړي.

د لغمان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو طالب آمر انجینر بریالی همدرد په همدې تړاو وایي: « زراعت ریاست د بازار موندنې په برخه کې ډېر امکانات نه لري او زمونږ مسوولیت دا دی، چې کروندګرو ته د مېوو بڼونه او ښه فصلونه په واک کې ورکړو، خو مونږ هڅه کوو هغه ادارې چې د مارکېټېنګ په برخه کې مسوولیت لري هغوی سره خبرې وکړو، ترڅو دوی ته ښه بازار برابر کړي او په دې برخه کې یې ستونزه حل شي.»

لغمان کې د تازه مېوو بڼوال او کاروباریان خپلو محصولاتو ته د بازار د نشتوالي له امله په داسې مهال شکایت کوي، چې د کال څلور فصله له پاکستانه افغانستان ته تازه مېوې او سبزیجات واردېږي، چې په کور دننه یې د کروندګرو او بڼوالو کار روزګار خراب او له سختو مالي زیانونو سره مخ کړي.

افغان کروندګر او بڼوال د طالبانو حکومت په کور دننه شته محصولاتو ته د بازار موندلو په برخه کې پر ناغېړۍ تورنوي او غوښتنه کوي، چې حاکم رژیم دې د افغان بڼوالو او کروندګرو ستونزو حل لپاره رسېدنه وکړي، تر څو له یوه لوري بڼوال او کروندګر په خپلو پښو ودرېږي او له بل لوري د هېواد ملي اقتصاد پیاوړی شي.