اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر د ايران د انرژۍ له وزير علي اکبر محرابيان سره په ليدنه کې ويلي، چې د هلمند له سيند څخه ايراني پلاوي د ليدنې پر مهال منلې چې د دې سيند اوبه څو برابره کمې شوې دي. ده زياته کړې چې د اوبو په اړه د طالبانو چلند پر ځای دی.
د برادر په وينا، د وروستيو کلونو وچکالۍ د سيمې د اوبو پر سرچينو په ځانګړې توګه پر افغانستان بدې اغېزې کړي او د سطحې او تر ځمکې لاندې اوبو کچه ورسره په پام وړ توګه کمه شوې.
د طالبانو دې چارواکي زياته کړې چې د افغانستان په زياتو سيمو کې خلکو د اوبو د نشتون له کبله خپل کورونه پرېيښي او ځينې يې کډوالۍ ته اړ شوي دي.
د طالبانو دې چارواکي چې د يوه پلاوي په ملتيا يې تهران ته سفر کړی، د ايران د انرژۍ له وزير سره يې د اوبو د مديريت او وچکالۍ او همدا راز په افغانستان کې د برېښنا د توليد په برخه کې د تخنيکي همکاريو او د اوبو لګونې له پرمختللو سيسټمونو څخه د استفادې په تړاو بحثونه کړي دي.
د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستيالۍ د دفتر په خبرپاڼه کې ويل شوي چې عبدالغني برادر له ايران څخه غوښتي چې د برېښنا د توليد په برخه کې دې خپلې تجربې له افغانستان سره شريکې کړي.
دې طالب چارواکي ويلي، چې افغانستان تازه له جګړې او «اشغال» څخه راوتلی او له اوبو، باد، لمر او ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د توليد لپاره ګڼې بډايې سرچينې لري.
د دې طالب چارواکي په وينا، له دې سرچينو څخه په استفادې به د افغانستان د برېښنا ستونزه حل او د هيواد صنعت به وده وکړي.
د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستيالۍ د خبرپاڼې په وينا، د ايران د انرژۍ وزير له وچکالۍ سره د ګډې مبارزې، د برېښنا د توليد په برخه کې د تخنيکي همکارۍ، د اوبو د سالم مديريت او استفاده کولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
هلمند سيند د افغانستان او ايران ګډه اوبيزه سرچينه ده چې له کلونو راهيسې يې د اوبو پر سر لانجې روانې دي. سږکال دا ترينګلتيا د طالبانو او ايران د حکومت ترمنځ زياته شوه، تر دې چې ايراني چارواکو د افغانستان واکمنو ته اخطار ورکړ.
دواړو هيوادونو د ۱۳۵۱ پرمهال د هلمند سيند د اوبو د وېش تړون لاسليک کړی. ايران افغانستان په پرلپسې توګه تورن کړی چې دې تړون ته ژمن نه دی، خو له بله اړخه او د کارپوهانو په وينا، په افغانستان کې د بې ثباتۍ او جنګ له امله دا هيواد نه دی توانېدلی د هلمند سيند له اوبو استفاده وکړي او په دې توګه ايران تر خپلې حقابې زياتې اوبه استفاده کړې دي.
افغانستان د وروستيو کلونو پر مهال د هلمند سيند پر اوبو دوه بندونه جوړ کړي. د ايراني چارواکو په وينا، دا بندونه ايران ته د اوبو د تګ مخه نيسي.
