اطلاعات روز: نيمروز کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې په تيرو ۶ مياشتو کې د دې ولایت د وریښمو پل له لارې له ايرانه افغانستان ته ۵۰۰ جسدونه را انتقال شوي دي.
په نيمروز ولايت کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنيدونکو چارو ريیس عبدالله رياض وايي، د دغه کسانو زيات شمير یې په ترافيکي پيښو، غيرې قانوني لارو د تګ پر مهال او طبیعي پيښو کې وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې يادې جنازې د دې ولايت د وريښمو د پولې له لارې هېواد ته انتقال شوي دي.
ریاض د دغو کسانو د جنسیت او هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي.
طالب مسوولین دغه راز وایي، چې د تېر یوه کال په موده کې یې نږدې ۱۵۰ هغه قاچاقبر نیولي چې خلک یې په غیر قانوني لارو تګ ته هڅول.
نیمروز د هیواد یو له هغه ولایتونو دی چې ګڼ افغانان هڅه کوي ترڅو د دغه ولایت له لارې په غیر قانوني ډول ایران خاورې ته واوړي، چې ډیر کله د ایراني پوله ساتو له لوري په نښته او وژل کېږي.
