اطلاعات روز: ټاکل شوې چې د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کمېټه له افغانستانه د متحده ايالاتو تر وتلو وروسته د دې هيواد په اړه د بايډن د حکومت د سياست ارزولو لپاره استماعیه غونډه راوبولي.
د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې له اعلان سره سم، دا غونډه نن (۱۴ د نوامبر) رابلل کېږي.
په دې غونډه کې به د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا د څارونکې ادارې (سيګار) پلټونکی جان سپکو شاهدي ورکړي.
سيګار د هرو دریو مياشتو پر مهال د متحده ايالاتو کانګرس ته د هغې بودیجې په اړه راپور ورکوي چې امريکا يې په افغانستان کې لګوي.
د دې ادارې وروستی راپور د طالبانو له واکمنېدو راهيسې د افغانستان د پوهنې سکتور د وضعيت ارزولو په اړه دی.
سيګار په دې راپور کې ويلي، چې د ۲۰۲۱ له اګست څخه را په دې خوا، د بهرنيو چارو وزارت او د متحده ايالاتو پرمختيايي ادارې (USAID) د شپږو برنامو له لارې تقريبا د ۱۸۵.۲ ميليونه ډالرو په لګښت د افغانستان د پوهنې د برخې ملاتړ کړی دی.
د سيګار په وينا، د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال امريکا د افغانستان د زده کړو په برخه کې ۱.۳ ميليارده ډالر لګولي دي.