کندهار کې یو شمیر سوداګر منځنۍ اسیا ته د پاکستاني موټرو پر تګ د بندیز غوښتنه کوي

اطلاعات روز: کندهار کې ميشت یو شمیر ملي سوداګر د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښته کوي، چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د بند پاتې مالونو په مقابل کې دې د طالبانو حکومت منځنۍ اسیا ته د پاکستان پر موټرو او صادراتو بندیز ولګوي.

کندهار کې ملي سوداګر حاجي محمد ادريس وایي، د پاکستان حکومت د افټا تړون خلاف د افغان سوداګرو د تازه او وچو مېوو، سبزيجاتو، الکترونيکي وسايلو او درملو څلور زره کانټينرونه راګرځولي او افغانستان ته یې د واریدیدو اجازه نه ورکوي.

نوموړی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د پاکستان د دې کار په مقابل کې دې منځنۍ اسیا ته د دغه هیواد پر ترانزیټ بندیز ولګوي.

نوموړي وویل: «پاکستان موږ ډير تاوانيان کړي يو، يوه نيمه مياشت کېږي ۴۰۰۰ کانټينره مالونه مو بند دي، موږ د اسلامي امارت څخه دا خواست کوو چې پاکستان يوه نيمه مياشت کېږي زموږ سره دومره ظلم شروع کړی، موږ هم د هغه مطابق عمل چې پاکستان يې زموږ سره کوي بايد ورسره وکړو، مطلق بايد د سپين بولدک او تورخم له لارې د پاکستان ترانزيت آسيا ته بند شي.»

دغه راز بل ملي سوداګر حاجي احمدشاه خان زياتوي، پاکستان دې له افغانستان سره خپلې سياسي او سوداګريزې اړيکې نه خړوي او د لا ښه کېدو لپاره يې بايد هڅې وکړي.

نوموړی زياتوي، په افغانستان کې واکمن سرپرست حکومت تراوسه د پاکستان تجارتي اموال د يوه ساعت لپاره هم نه دي راګرځولي، خو د افغان سوداګرو شاوخوا څلور زره کانټينرونه سوداګريز توکي له يوې نيمې مياشتې راهيسې پاکستان درولي دي.

هغه په دې اړه داسې وویل: «د افغانستان تجارانو ته چې کومه خصاره رسېږي دا به يو وخت راشي چې د پاکستان تجارانو ته به هم خصارات رسېږي، زموږ تجارت بايد‌ د سياست ښکار نه شي، د دوی ترانزيټ ټول د افغانستان په خاوره کې روان دی، که پاکستان خپله پريکړه وانخلي، نو اسلامي امارت دې هم زموږ په خاوره کې نورو ملکونو ته د پاکستان ترانزيټ بند کړي.»

ورته مهال سپين بولدک کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر او ملي تجار حاجي محمد شفيق اڅکزی وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره پاکستان کې د افغان سوداګرو مالونه شاوخوا يو ميليونه ډالر تاوان کوي چې دغه تاوان سوداګر له خپلو شخصي جېبونو څخه ورکوي.

هغه زياتوي له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د افغان سوداګرو د دوه مليارده او ۳۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت شاوخوا ۴زره کانټینره تجارتي اموال په پاکستان کې بند پاتې دي او دغه هيواد یې افغانستان ته د وارېدېدلو اجازه نه ورکوي.

د اڅکزي په وینا: «زموږ د هرې ورځې تاوان له ۷ لکه ډالرو څخه بيا تر يو ميليون ډالرو پورې رسېږي، چې په دې کې ډيمرچ، ډېرينشن او ماليه ده چې موږ پاکستان ته تاوانونه ورکوو.»

هغه غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت هم بايد د پاکستان یادې پريکړې ته په غبرګون کې ورته عمل ترسره کړي او له افغانستان او اسيايي هيوادونو سره د دې هيواد ترانزيټ بند کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دې وزارت سرپرست نور الدين عزيزي د پاکستان د سوداګرۍ له وزير ګوهر اعجاز او د ازبکستان د لومړي وزير له مرستيال جمشيد خواجه‌يف سره د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې درې اړخیز سند لاسليک کړی دی.

د دې وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د غونډې پر مهال د ټرانزيټ په برخه کې د اسانتياوو پر زياتولو، د مشترکې پانګونې پر زياتولو، د ټرانزيټي لګښتونو پر کمولو، د ګمرکي سيسټمونو پر برېښنايي کولو، د بانکي سيسټم پر پياوړي کولو او پراخولو، غذايي امنيت، د ويزو د ورکړې په برخه کې د اسانتياوو پر رامنځته کولو او د سوداګريزو او ټرانزيټي ستونزو پر حل بحث شوی دی.