ننګرهار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شول

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس وایي، د دغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د دوو موټر سایکلونو د ټکر له امله دوه کسان مړه شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې دغه پېښه تېره ورځ (جمعه، ۲۶ د لړم) د جلال آباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند «نارنج باغ» سیمه کې را منځته شوې ده.

زابلی زیاتوي، چې په دې پېښه کې د رحمت او عبدالباسط په نومونو د دواړو موټر سایکلونو چلوونکي مړه شوي دي.

هغه د شوې ترافیکي پېښې لامل د موټر سایکل چلوونکو بې احتیاطي ښودلې ده.

د تېرې چهارشنبې په ورځ هم د جلال آباد ښار په نهمه ناحیه کې د سړک غاړې پلچک سره د یوې کرولا موټر د ټکر له امله دوه کسان مړه او دوه نور ژوبل شوي وو.